Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د پلور مرکزونه پرانیستل کېږي

د کابل ښاروالۍ مسوولان وايي، راتلونکې اوونۍ به د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې په ارزانه بیه د ډبرو سکرو د وېش بهیر پیل کړي.

د دوی په خبره، د کابل په هره ناحیه کې به د ډبروسکرو د پلور درې مرکزونه جوړ کړي او هر ټن به د بازار له نرخ څخه په ټیټه بیه پلورل کېږي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی زیاتوي: «د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې نفوس ته په کتو درې یا څلور ځایونه ځانګړي کوو، څو خلک وکولای شي ډبرو سکرو ته لاسرسی پیدا کړي او په ټیټه بیه ترې ګټه پورته کړي.»

ورته مهال د کابل یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د سون توکو او په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو د بیو راټیټولو ته په جدي توګه پام وکړي.

دوی وايي، دمګړۍ د ډبرو سکرو یو ټُن پر څه باندې ۱۱ زره افغانیو خرڅېږي او ډېری خلک یې د فقر او بې کارۍ له امله د پېرلو وس نه لري.

د ډبرو سکرو اخیستونکی مزارالدین وايي: «د درې څلورو ورځو پرتله بیو کې ډېر توپیر راغلی دی، درې څلور افغانۍ پورته شوي دي. هغه وخت بیې یوولس زره وې اوس شپاړس زرو ته رسېدلې دي.»

د ډبرو سکرو یو بل اخیستونکی امان‌الله زیاتوي: «زموږ دولت دې هڅه وکړي چې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او خلک وکولای شي دا ژمی په سم ډول تېر کړي. زموږ خلک بې‌کاره او بې‌روزګاره دي.»

له بل لوري د سون توکو یو شمېر پلورونکي د بازار پیکه والي ته اندېښمن دي او وايي، د تېرو کلونو پر تله د سون توکو د پلورلو په کچه کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

پلورونکی امین وايي: «د پېرودونکو اقتصاد خراب دی، یوازې د خپل اړتیا وړ توکي اخلي.»

تر دې مخکې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د ځانګړې کمېټې په غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د کابل په څلورو زونونو کې ۴۰۰ زره ټُنه ذغال ځای پر ځای  او پر کابل میشتو په ارزانه وپلورل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه