Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا: په هېواد کې د قدرت قومي او سمتي جزیرې نه‌شته

اسلامي امارت په هېواد کې د ملي خبرو اترو د پيل په اړه وايي، اوس د واک جزیرې له منځه تللي او د سرپرست حکومت چارواکي هره ورځ له سیاسي څېرو سره خبرې کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د افغانانو تر منځ د خبرو اترو په تړاو څرګند ځواب نه وایي، خو ټينګار یې دا دی چې د اسلامي امارت مسوولان هره ورځ له بېلابېلو څېرو سره په اړیکه کې دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «د اسلامي امارت له راتګ وروسته یو ټینګ مرکزي نظام رامنځ‌ته شوی او په هېواد کې هېڅ ډول قومي، سمتي او مذهبي جزیره نه‌شته، خو اسلامي امارت په‌دې لټه کې دی چې څوک چې ملاحظې لري له اړیکو کمېسیون سره دې په اړیکه کې شي.»

یو شمېر سياسي څېرې وایي، د هېواد د اوسنیو ستونزو د حل لپاره په ملي کچه خبرو ته اړتیا ده او دغه خبرې به د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لاره اواره کړي.

د ملي پېوستون د نهضت مشر سید اسحاق گیلاني وايي: «که اسلامي امارت غواړي بریالی شي، په‌دې خاوره کې ژوند وکړي او حاکمیت ولري او بالاخره د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړي، ملي خبرو اترو ته دې لاره هواره کړي، څو د افغانستان ملت ډاډه شي چې د جمهوریت حالت روان نه‌دی او بدلون راغلی دی.»

د  نړۍوالو اړیکو شنونکی سنگر امیر زاده زیاتوي: «نړۍ اوس پر سولې او خبرو اترو ټینګار کوي، یوه ډېره ښه اجماع جوړه شوې ده، یوه ډېر ښه فرصت رامنځ‌ته شوی دی چې ډېر کلونه پخوا نه و جوړ شوی.»

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازي ټوماس وېسټ او د حامد کرزي، د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په ګډون یو شمېر څېرو د اوسنیو ستونزو د حل لپاره په ملي کچه پر خبرو ټينګار کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکی فضل الهادي وزین وايي: «د ملي خبرو اترو پیلولو، د اندونو تبادله او د نظریو توافقه د افغانستان د ستونزو حل لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده.»

د افغانانو ترمنځ خبرې د اسلامي امارت او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د دوحې د هوکړه لیک یوه له څلورو برخو ده، خو څرګنده نه ده، چې دغه خبرې به وشي او کنه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه