Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ماشومانو نړیواله ورځ؛ ماشومان په هېواد کې د بې‌وزلۍ ختمولو غوښتنه کوي

د ماشومانو نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د پلازمېنې په واټونو کې یو شمېر کارګر ماشومان له اسـلامي امـارته غوښتنه کوي چې دوی ته د زده‌کړو زمینه برابره او ستونزې یې هوارې کړي.

ډېری دغه ماشومان د بې‌وزلۍ له امله له زده‌کړو بې‌برخې دي.

فاطمه له زده‌کړو سربېره خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د پلازمینې په سړکونو کې ماسک خرڅوي.

دغه ۸ کلنه نجلۍ وايي، پلار او ورور نه‌لري او له خپلې یوې خور سره د خپلې کورنۍ مسوولیت لري.

کاګره ماشومه فاطمه وايي: «څومره پیسې چې ګټم، مور ته مې ورکوم چې موږ ته ډوډۍ راوړي.»

په افغانستان کې یو زیات شمېر ماشومان د فقر له امله له زده کړو پاتې دي. دغه ماشومان له اسلامي امارته غواړي چې دوی ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

کارګر ماشوم ارش زیاتوي: «له موږ سره دې مرسته وکړي چې نور پر سرکونو و نه ګرځم او درسونه مې پای ته ورسوم.»

یو بل کارګر صفت‌الله ماشوم وايي: «کاروبار هم نه‌شته، زموږ اقتصادي وضعیت هم ښه نه‌دی، په همدې خاطر مې ښوونځی پرې ایښی، باید ښوونځي ووایم.»

له بل لوري د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د کارګرو ماشومانو د زده‌کړو لپاره د زمینې برابرولو په موخه یې له یو شمېر کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره خبرې کړې دي.

د دې وزارت د څېړنې او کار حقونو رییس بشیر احمد راسخ زیاتوي: «پرېکړه‌لیکونه مو لاسلیک کړي چې په مرسته یې موږ هڅه کوو چې دوی ته جلا ټولګي او د زده‌کړو زمینه برابره کړو.»

د ویلو ده چې لا هم په افغانستان کې یو زیات شمېر ماشومان پر درنو کارونو بوخت او د فقر له امله له زده کړو او بنسټیزو حقونو لرې پاتې دي.

د نومبر ۲۰مه ماشومانو نړیواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، ماشومان تر ټولو ستره هیله ده او د دوی د ښې راتلونکې لپاره باید هڅې وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه