Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې؛ خاکجبار کې ځینې زده‌کوونکي د ښوونځي ودانۍ غواړي

د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې یو شمېر زده‌کوونکي د ښوونځیو د ودانیو له کمښت او د ښوونکو له نه‌شتوالي شکایت کوي.

دغه زده کوونکي وايي، په سړه هوا کې تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي او د زده‌کړې لپاره مناسب ځای نه‌لري او اوس سړې هوا د زده‌کړو دوام ورته سخت کړی دی.

زده‌کوونکی حسیب په‌دې اړه وايي: «کله چې باران وي، موږ دلته ناست یوو. دا دوه نمرې ځای دی، غواړو چې موږ ته پرې ودانۍ جوړه شي.»

یو بل زده‌کوونکی محمد زیاتوي: «دلته ځمکه خیشته ده، هوا هم سړه ده، موږ ښایسته تعمیر غواړو، په یخه هوا کې مو درس نه زده کېږي او ټول ناروغېږي.»

زده‌کړو ته د دغو ماشومانو لېوالتیا یوازنی لامل دی چې په‌ ازاد فضا او سړې هوا کې خپلو درسونو ته دوام ورکوي.

زده‌کوونکی محمد ابراهیم څرګندوي: «دلته د کېناستلو ځای نه‌شته، خالي نمرې دې، همدلته ناست یوو. موږ غواړو په راتلونکې کې خدمت وکړو.»

ورته مهال يو شمېر ښوونکي په نیوکې سره وایي، تر دې مخکې به په کرايي دوکانونو کې زده کوونکو ته درس ورکول کېده او اوس د سړې هوا له امله تر شنه اسمان لاندې زده کړې ورکوي.

د دې ښوونځي یو شمېر ښوونکي وايي، لا تراوسه پوهنې وزارت د دغه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو په ګډون هېڅ ډول اړتیاو ته پام نه دی کړی.

ښوونکی فیصل په‌دې اړه وايي: «په موسسو اعتبار نه‌شته، که په راتلونکې کې دا قرارداد لغوه کړي، بیا به دا ښوونځی بې‌برخلیکه او دوه ښوونکو ته پاتې وي.»

یو بل ښوونکی وحدت زیاتوي: «موږ دلته تقریباً څوارلس شعبې او پنځه سوه اته دېرش زده‌کوونکي لرو چې له دې ډلې درې سوه دوه تنه یې اناث او دوه سوه شپږ ویشت یې ذکور دي.»

له ډېرو هڅو سره سره مو په دې تړاو د پوهنې وزارت د مسوولینو نظر ترلاسه نشوای کړای.

له سړې هوا مخکې دغو زده‌کوونکو په کرايي دوکانونو کې خپل درسونه ویل او د دغو دوکانونو کرایې هم همدغو زده کوونکو ورکولې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه