Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بهرنیو چارو وزارت: نړیواله ټولنه دې همکاري وکړي، د فشار لار ګټه نه‌لري

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، پر افغانستان د فشار راوړل ګټور نه‌دي او نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د همکارۍ لاره غوره کړي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال زیاتوي، امیرخان متقي په افغانستان کې د ناروې سفارت له شارژدافیر پال کلومان بکر سره په کتنه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې بشري مسایل سیاسي نه‌کړي.

په‌دې ناسته کې د بشري مرستو او امنيتي او سياسي مسايلو په اړه خبرې شوې دي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل وايي: «د مخدره توکو کښت او قاچاق يې بند کړی او لسګونه زره په نشه روږدي کسان تر درملنې لاندې دي. نړۍ مسووليت لري، چې په دې برخو کې مرسته وکړي او دغه ډول بشري مسايل سياسي نه کړي. د بهرنيو چارو وزير وويل، لکه تاريخ چې ښودلې په افغانستان کې د فشار اپشنونه کارول ګټه نه لري او اوس بايد يو له بل سره د همکاريو د لارې مخکې لاړ شو.»

د سياسي چارو کارپوه شېر اغا بيانزی وايي: «بايد ديوه تعامل د لارې مخکې لاړ شي او تعامل هغه لاره ده، چې مونږ کولای شو، چې ډېرې اوږدې کشالې او ستونزې پرې حل کړو.»

بل لوري ته د بهرنیو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، ناروې له افغانستان سره د تعامل لپاره نوي ډېپلوماټان معرفي کړي دي.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ چې د امير خان متقي او د افغانستان لپاره د ناروې د سفارت شارزدافير تر منځ کتنه کې پر تعامل او دوه اړخيزه اړيکو هم تاکيد شوی دی.

د سياسي چارو کارپوه مصطفی مرتضوي زیاتوي: «په ټولیزه توګه د دیپلوماتانو ټاکل د دواړو هېوادونو په اړیکو کې خورا مهم او بنسټیز رول لرلی شي او د افغانستان په قضیه کې د نړۍ پر نورو هېوادونو هم اغېز لرلی شي.»

د سياسي چارو کارپوه جنت فهيم چکري وايي: «بهرنۍ پالیسي د علمي او نظریاتي افکارو ترکیب دی. هر څومره چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره زموږ تعاملات زیات شي، هومره به د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې مثبت ګامونه پورته شي.»

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست، امير خان متقي په دې کتنه کې ويلي، چې په افغانستان کې امنيت تامين شوی دی.

په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د یوه ګډ کمېسيون د جوړولو پيشنهاد کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه