Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات او د ایران خراسان رضوي تر منځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا په موخه خبرې

د اقتصادي همکاریو پنځم پړاو خبرې اترې د هرات او ایران د خراسان رضوي ولایتونو د خصوصي سکټور او دولتي استازو تر منځ په هرات ښار کې تر سره شوې.

د دواړو هېوادونو مسووولینو په دې ناسته کې د سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې پر اړینو اسانتیاوو خبرې اترې کړې دي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په تېر یو نیم کال کې د استازو تر منځ د اقتصادي خبرو اترو لومړنۍ ناسته ده.

له دې وړاندې څلور ورته ناستې شوې وې.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم وايي: «له بده مرغه په تېر کې کاري ډلو سېمبولیکه بڼه درلوده، ستونزې چې به مطرح کېدلې، دا ورځنۍ ستونزې وې او هېڅ عملي او اجرايي اړخ یې نه‌درلوده.»

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالله دشتي زیاتوي: «هیله لرو چې له دې جلسو سره چې په افغانستان کې بدلونونه راغلي؛ په عمل کې هم دا موضوع عملي کړو.»

په دغو خبرو اترو کې پر پنځو مهمو اقتصادي مسایلو، لکه ګمرګونه، د ګاز او تېلو لېږد را لېږد، صنعت او پانګونې او د کرنې په اړه بحث وشو.

د دغو خبرو اتو موخه په یادو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د آسانتیاوو برابرول وو.

د ایران خراسان رضوي ولایت د صنعت، کانونو او سوداګرۍ مسوول امیر رضا رجوي وايي: «موږ د څارنې ځانګړی مسوول لرو، په میاشتني ډول له افغانستان سره اړیکې نیسي او مصوبې چې اجرا نه‌شي، په ګډ کمېسیون کې د دویم ځل لپاره څېړل کېږي.»

د هرات سیمه ییز مسوولین ډاډ څرګندوي چې محلي اداره به د دغو دوه اړخیزو پرېکړو په عملي کولو کې هلې ځلې وکړي.

د هرات د والي ویاند حمیدالله متوکل وايي: «د هرات سیمه‌ییز ادارې ژمنه دا ده، هر څه چې وايي په عملي کولو کې یې کوټلي ګامونه پورته کوي.»

هرات او خراسان رضوي د ایران او افغانستان دوه مهم سوداګریز او صنعتي ولایتونه شمېرل کېږي.

د دواړو هېوادونو تر منځ ډېره راکړه ورکړه د اسلام کلا بندر او د خراسان رضوي د دوقارون ګمرګ له لارې ترسره کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه