Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زده‌کوونکي: له فراغت وروسته کار پیداکېدو ته اندېښمن یوو

د افغان–کوریا د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو انسټېټیوټ یو شمېر زده‌کوونکي له اسـلامـي امـارته غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.

ټاکل شوې دغه زده‌کوونکي په راتلونکو دوو مياشتو کې له دغه انستيتوت څخه فارغ شي، خو د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

زده‌کوونکی حکمت‌الله په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې له دې ښوونیز مرکز موږ فارغېږو، موږ ته دې د کار زمینه برابره کړي.»

یو بل زده‌کوونکی محمد ادریس وايي: «کار موندل ستونزمن شوي، کله چې موږ له کمپیوټر فارغ شو او وغواړو په یوې برخه کې خپل هېواد ته خدمت وکړو. موږ اسلامي امارت غواړو چې موږ ته کار پیدا کړي.»

بل خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، زده‌کوونکو ته به د کار د زمینې د برابرولو په برخه کې هڅې وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین عبدالسلام سادات وايي: «کوم ځوانان چې دلته زده‌کړې کوي، یوه کسب زده کوي، موږ ورته له هېواده بهر د کار زمینه برابره کړو او داسې پلانونه هم شته چې په هېواد کې دننه د وزارتونو له لوري هم د کار زمینه برابره شي.»

تمه کېږي چې په دغه انسټېټیوټ کې د ښځو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو بهیر بېرته پېل شي.

د افغان- کوریا د تخنیکي او مسلکي زده کړو د انېسټېټیوټ د کمپوټرڅانګې امر سمیع الله مهار وايي: «اوس‌مهال له نېکه مرغه یو څو موسسې غواړي له موږ سره همکاري وکړي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د دوی خیاطۍ څانګې ښځینه غوښتې وې، له نېکه مرغه له دوی یې ازموینه واخیستله، دوی ته یې فورمې ورکړې، سر له سبا به زموږ د خیاطۍ برخه ازمایښتي پیل شي او له دې وروسته به د انګلیسي او کمپیوټر برخې هم خپلې زده‌کړې پیل کړي.»

اوس‌مهال د افغان- کوریا د تخنیکي او مسلکي زده کړو انېسټېټیوټ ۳۶۰ زده کوونکي لري چې د خیاطۍ، د موټرو د ترمیم، کمپيوټر او ورته نورو برخو کې زده‌کړې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه