یو شمېر کابل ښاریان په پلازمېنه کې د پیازو بیو له لوړېدو شکایت کوي او زیاتوي، یو کېلو پیاز په شپېته افغانۍ پېري.
د دوی په وینا، په بازارونو کې د پيازو بيه په بېسارې ډول لوړه شوې او بېوزلۍ او بېروزګارۍ ته په پام سره په دې بیه د هغو د پېرلو توان نهلري.
د کابل یو اوسېدونکی برادر اغا پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «پهدې ګراني کې یوازې پیاز نه، هر څه ګران شوي دي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی قدرتالله وايي: «په وروستۍ کچه کې دي، خلک دومره پیسې له کومه کړي چې یو من پیاز واخلي.»
د پيازو یو شمېر پلورونکي وایي، د ګمرکي تعرفې لوړوالي په هېواد کې د پيازو بیه لوړه کړې ده او اسلامي امارت باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.
سوداګر حاجي اشرف وايي: «زموږ هیله دا ده چې بانکي تعرفې معاف یا کمې شي، بیې راټيټې شي، څو زموږ خلکو ته پیاز راشي او په ټیټه بیه یې وپېري.»
یو بل سوداګر عبدالمعروف زیاتوي: «موږ له اسلامي امارت غواړو چې له برګرانو او سوداګرو سره مرسته وکړي او په هر ولایت او ولسوالۍ کې سړې خونې جوړې کړي.»
بل خوا د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال د پیازو د بیې د لوړېدو لامل په هېواد کې د سړو خونو نهشتوالی بولي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وايي: «د اسلامي امارت حکومت ته زموږ وړاندیز دا دی چې خصوصي سکټور او بزګرانو ته سړې خونې جوړې کړي، څو له ګرانۍ سره مخامخ نه شو.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح مستعین وايي: «پر سرو خونو دې کار وشي، له کومو سړو خونو چې کار اخیستل کېږي، ګټه دې ترې واخیستل شي او کومې سړې خونې چې بیارغونو ته اړتیا لري، بیا دې ورغول شي.»
د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ خونه وایي، له یوې اونۍ راهیسې،د سبزیو په تېره بیا د پيازو او رومي بانجانو بیې لوړې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه