Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانانو د ژوند شرایطو د ناوړه کېدو په اړه د نړیوال بانک اندېښنه

د نړۍوال بانک په تازه نظر پوښتنه کې چې د روان زیږیز کال له جون تر اګست پورې تر سره شوې، په افغانستان کې د اقتصادي بحران په تړاو اندېښنه څرګنده شوې ده.

د دې نظر پوښتنې له مخې، له درېیو کورنیو – دوه کورنۍ د خپلو خوراکي او غیر خوراي توکو د برابرولو په برخو کې له ستونزو سره مخ دي او دغه وضعیت به په راروان ژمي کې لاپسې سخت شي.

د افغانستان لپاره د نړۍوال بانک ريیسه ملېنډا ګوډ وايي: «د طالبانو سرپرسته اداره باید په بېړه د خوراکي مصونیت او معیشت د ښه والي او د روغتیايي خدماتو په برخو کې ګامونه پورته کړي او داسې زمینه برابره کړي چې، خصوصي څانګه خلکو او په ځانګړې توګه هغو ځوانانو ته چې د کار په لټه کې دي کاري موکې برابرې کړي؛ ګنې له دې پرته به د افغانانو او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو سوکالي له جدي ګواښ سره مخ شي.»

د دې نظر پوښتنې ۶۵ سلنه ځواب ورکوونکي په‌دې باور دي چې د کورنیو اقتصادي وضعیت به یې تر راتلونکو ۱۲ میاشتو نور هم بد شي. په دې سروې کې شپږ پنځوس سلنه پوښتل شویو ویلي، په راتلونکو دولسو میاشتو کې به د دوی اقتصادي وضعیت نور هم خراب شي.

ورته مهال د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د کار د نشتوالي له امله د دوی عاید د تېرو کلونو په پرتله کم شوی دی.

نادرشاه چې له خپلې مېرنې او لسو بچیانو سره په دې کنډواله کې شپې او ورځې تېروي، وايي، له یوه کال راهیسې اقتصادي ستونزو سخت ځپلی او لا هم له دغه وضعیته کړېږي.

بې‌وزله نادر شاه وايي: «ژمی دی، د ډبرو سکاره نه‌لرو، غله نه‌شته، د شپې له خوا ځان ته ګاز بلوو، خپله کمبله پرې تودوو او په همدې ډول خپل ژوند پر مخ وړو.»

بې‌وزله فضیله زیاتوي: «سهار چې یې وخورو، غرمې او د شپې ته حیران یوو چې څه وخورو، ځکه هېڅ نه‌لرو.»

له دې سره سم د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په افغانستان کې پر بانکونو محدودیتونو او د پانګونې کمښت په دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې څو برابره کړې دي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: «د اقتصادي بندیزونو او پر بانکونو چې کوم محدودیتونه لګول شوي، دا دې باعث شوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره وضعیت د بحران لور ته حرکت وکړي.»

د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وايي: «د نړیوالو مرستو بندېدل چې د افغانستان ناخالص تولید ۴۵ تر ۵۰ سلنه یې جوړوله او هر کال یې د اوو تر اتو مېلیارډ ډالرو پورې افغانستان ته دننه کېدل، دا دې باعث شو چې په هېواد کې بې‌روزګاري ډېره شي.»

په‌دې نظر پوښتنه کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر میاشتې پر تله د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې د کورنیو د سرپرستانو لپاره کاري زمینې ډېرې شوي، خو په دولت کې بیا د کار کولو زمینه راکمه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه