Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نړۍ له لوري د اسلامي امارت حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه د متقي هیله‌مندي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امـیر خـان متقـي ډاډ ورکوي چې نړۍ به بالاخره د اسـلامـي امارت حکومت په رسمیت وپېژني.

نوموړي په هرات کې د پولیسو فراغت‌غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د نړۍ له لوري د سرپرست حکومت  د رسمیت پېژندلو په برخه کې د خلکو ملاتړ خورا اړین دی.

د هغه په خبره د خلکو له ملاتړ پرته، هېواد کې د امنیت ټینګښت ناشونی دی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي: «دنیا به اخر دې ته راځي چې هم به تا په رسمیت پېژني، هم به تا سره تعامل کوي او هم به له تا سره راشه-درشه زیاتوي.»

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دلته د څه باندې پنځه سوه پولیسو د فراغت په مراسمو کې د امنیتي ځواکونو مسلکي توب ته خوشبین دی.

ښاغلی متقي زیاتوي: «نړۍ حیرانه ده چې یوه اردو او پولیس چې شل کاله د یرغلګرو پر وړاندې په غرونو او دښتو کې په جهاد بوخت و، کله چې ښار ته دننه کېږي، په منظمو پولیسو او ادرو تبدیلېږي.»

دا تازه دمي ځواکونه له نظامي زده کړو وروسته هرات، فراه او بادغیس ولایتونو کې په دندو ګومارل کېږي.

د لوېدیځې حوزې د پولیسو د روزنې مرکز قوماندان محمد اسماعیل هدایت وايي: «موږ تاسو ټولو ته ډاډ درکوو چې یونېفورم به هم رارسېږي او په بازار کې به ټول مجاهدین، هر ارګان خپل مشخص یونېفورم کې په پوستو کې د قطعاتو ساتنه کوي.»

د پولیسو سرتېری عبدالله زیاتوي: «کله چې نظامي او غیر نظامي وپېژندل شي، له دې سره به غله او اختتاف‌ګر ورک شي.»

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له دغو تازه دمو ځواکونو وغوښتل چې له خلکو سره نیک چلند وکړي. د نوموړي په خبره، د خلکو له ملاتړ پرته د امنیت ټینګښت ناشونی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه