Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هالنډ ۲۰۰۷ کې په روزګان کې د یوه برید قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکوي

په هالنډ کې یوې محکمې هغو کورنیو ته د تاوان ورکړې غوښتنه کړې چې غړي یې په ۲۰۰۷ کال کې په روزګان کې د هالنډي ځواکونو د هوايي برید پر مهال وژل شوي وو.

د هالنډي ځواکونو په دې برید کې چې نږدې ۲۰ ولسي وګړي وژل شوي وو، دې محکمې یاد برید غیر قانوني او د بشري قوانینو خلاف بللی دی.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکی اسداله وايي، د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د کورنۍ ۵ غړي یې وژل شوي دي.

د چورې ولسوالۍ اوسېدونکی اسدالله وايي: «د دې مور وه، زما مور وه، څلور کسان زموږ له کور څخه شهیدان وو، پنځه کسان د ملا صاحب له کوره شهیدان وو، پنځه کسان د یوه بل کس چې دلته مهاجر شوي، د هغه شهیدان شوي وو.»

د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو د وژل شویو کسانو کورنۍ اوس د عدالت غوښتنه لري.

د چورې ولسوالۍ اوسېدونکی باز محمد زیاتوي: «موږ دا غواړو چې دا خلک محکمه شي، زموږ زړه نه په روپیو جوړېږي او نه موږ روپۍ غواړو.»

د چورې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد داود زیاتوي: «باید دا خلک محاکمه شي، موږ عدالت غواړو، د ولس تاوانونه دې ورکړي.»

اوس اوس د هالنډ یوې سیمه ییزې محکمې په ۲۰۰۷ کال کې د هالنډي ځواکونو یو هوايي برید د نړۍوالو بشري قوانینو نقض بللی دی.

دې محکمې له هالنډه غوښتي چې د یاد برید د وژل شویو کسانو کورنیو ته غرامت ورکړي.

د محکمې حکم په یوې برخه کې راغلي: «۱۲ ساعته له هغه وخته تېر شوي وو چې، طالبانو له دغه ځایه د هدف د ویشتو لپاره استفاده کړې وه او قاضیان  دې پایلې ته رسېدلي چې، پوځ د نظامي موخې په توګه د محوطې د ټاکلو لپاره کافي اطلاعات نه درلودل.»

د پوځي چارو کارپوه اسد الله ندیم وايي: «د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکول، ټولو ته عدالت نه‌دی، خو په افغانستان کې چې کوم فقر دی، لږ تر لږه د قربانیانو کورنۍ دې له دې مرستو څخه برخمن شي.»

له دې سره سم، اسلامي امارت د هالنډي محکمې له دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «له یوه ځای څخه غږ پورته کېږي، د افغانستان له خلکو سره چې جنایت شوی دی او حقونه یې ورکړل شي، دا یو ښه ګام دی.»

تر دې مخکې د بریټانیې دفاع وزارت ویلي چې، له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۴ کال پورې یې په هلمند کې د وژل شویو ولسي وګړو کورنیو ته څه باندې ۶۵۰ زره پونډه غرامت ورکړی دی. په هلمند کې د بریټانیايي ځواکونو په بریدونو کې د ۶۴ ماشومانو په ګډون یو زیات شمېر ولسي وګړي وژل شوي دي.

د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو د وژل شویو کسانو کورنۍ اوس د عدالت غوښتنه لري. له دې سره سم، اسلامي امارت د هالنډي محکمې له دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه