د کابل ښار پنځمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي د د دوي د کورنو د نړولو په اړه د کابل ښاروالۍ پر پرېکړې نیوکه کوي.
دوی وايي، له بېوزلۍ سره مخ دي او پهدې هوا کې د سرپناه موندل ورته ستونزمن دي.
د کابل یو اوسېدونکی وايي: «خلک یوازې یو کور لري، د دې توان نهلري چې بل کور ځان ته جوړ کړي، خلک ډېر بېوزله دي، باید پاملرنه ورته وشي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی احمد فواد زیاتوي: «د خپلو کورونو د کړکیو لپاره پلاستیک نهلري، ډېرې ستونزې لري، ټولو ته مالومه ده چې زموږ په هېواد کې بېوزلي او فقر ډېر شوي دي، خو په دې سیمه کې ډېر خلک له دې ستونزې سره مخ دي.»
دوی له اسلامي امارته غواړي چې په یوه مناسب ځای کې د کور جوړولو لپاره ځمکه ورکړي.
د کابل یو اوسېدونکی غفار وايي: «له موږ سره یې نه د پیسو او نه کوم بل ځای ژمنه کړې. دویه مساله دا چې ویلي یې دي چې ویاله باید درې مټره وي او له لارې تر کوره باید نهه واټن وي او سرک هم اووه نیم مټره دی.»
د سیمې وکیل کوهدامن ساپی وايي: «موږ خپله وروستۍ هڅه کوو، موږ د ب او ج سرکونه ونښلول، نږدې ۱۳۰ کورونه ونړېدل، ښاروالي وايي، ټولو ته یې بېرته تاوان او پیسې ورکړي دي.»
کابل ښاروالي وايي، د ناقانونه کورونو د ویجاړولو بهیر به دوام ولري او غصب شوې ځمکې به هم بېرته راوګرځول شي.
د کابل ښاروالي استازی نعمتالله بارکزی وايي: «که دولتي ځمکه وي، له شک پرته د دولت ملکیت دی او په هېڅ صورت نه استملاک کېږي، خو په ځانګړو حالاتو کې که اړتیا وه، د ودانۍ زیان ورته ورکول کېږي، خو که شخصي ځمکه وي، د قانون له مخې د ودانۍ تر څنګ د ځمکې خساره هم ورکول کېږي.»
کابل ښاروالۍ تر دې مخکې هم د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې بې سنده کورونه ویجاړ کړي دي. د دغه بنسټ مسوولینو همداراز په ټینګار ویلي، د ناقانونه جایدادونو د جوړولو مخه به هم ونیسي.
په دې اړه مو اندونه