Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوتین: مسکو په افغانستان کې د ثبات په راوستلو کې مرسته کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، مسکو به په افغانستان کې د ثبات په راوستو کې مرسته وکړي.

ښاغلي پوتین د ډله‌ییز امنیتي تړون غونډې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې د سرپرست حکومت پر هر اړخیزوالي هم ټینګار کړی دی.

دا غونډه د چهارشنبې په ورځ د ارمنستان په یروان ښار کې جوړه شوه.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي: «زموږ لپاره په دې پړاو کې لومړیتوب دا دی، چې په افغانستان کې د یوه ریښتیني ټول شموله حکومت د جوړولو ډاډ ترلاسه کړو چې په مناسبه کچه د ټولو قومونو استازي په‌کې شامل وي.»

د روسیې ولسمشر په‌دې ناسته کې وویل، هېواد یې په دې باور دی چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د ډله‌ییز امنیتي تړون په چوکاټ کې لا زیاتې همغږۍ ته اړتیا ده.

له بلې خوا اسلامي امارت وايي چې د افغانستان اوسنی حکومت ټولشموله دی او نړیواله ټولنه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي وايي: « د نظام جوړول، د حکومت جوړول، د جامع حکومت جوړول زموږ د هېواد داخلي مسایل دي.  اسلامي امارت د یو واقعي نظام او د خپل ولس د رښتیني استازي په توګه د افغانستان په کورنیو چارو کې تصمیم نیسي.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د ټول شموله حکومت جوړول د افغانانو په ګټه بولي او له سرپرست حکومته غواړي چې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره له نړیوالې ټولنې سره تعامل وکړي.

د سياسي چارو کارپوه عزيز ستانکزی وايي: «هغوی چې له حکومت څخه غواړئ چې حکومت ټولشموله کړئ، هغوی خپل اهداف لري. اما حکومت ته هم پکار ده، چې له نړیوالې ټولنې سره ځان برابر کړي، د هغوی ځينې غوښتنې هم حقیقت لري.»

د روسیې ولسمشر په ایروان کې د ډله ییز امنیتي تړو د سازمان په سرمشریزه کې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه وښوده او ویې ویل، د دغه سازمان د غړو هېوادونو خاورې ته د ترهګرو ډلو د خپرېدو خطر لا هم ډېر دی، خو اسلامي امارت د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد د ګټې اخيستنې به اړه همېشه ډاډ څرګند کړی دی.

په دې غونډه کې د روسیې ولسمشر، د ارمنستان  لومړی وزیر، د بیلاروس ولسمشر، د قزاقستان ولسمشر، د قرغزستان ولسمشر، د تاجکستان ولسمشر او د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان سرمنشی حضور درلود.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه