Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غصب شویو ځمکو کمېسیون خپل کار د ملا تره خېل له ښارګوټي پيل کړ

د اسلامي امارت له خوا په کابل کې د غصب شویو ځمکو د پلټنې لړۍ د ملاتر خېل له ښارګوټي څخه پیل شوی دی.

د عدليې وزارت وياند وايي، د ځمکو د غصب د مخنيوي، د غصب شويو ځمکو د پېژندنې او تثبيت په موخه د کمېسيون تخنيکي کمېټې د کابل په ګډون په ٢٠ ولايتونو کې خپل عملي کار پيل کړى دى.

د عدليې وزارت وياند عبدالحميد جهاديار وویل:«په کابل کې د دوو مسلسلو ناستو نه وروسته عملاً تخنيکي هيئت چې د زراعت د رييس په مشری دی. ساحې ته تللی او هلته د ملا تره خېل له شهرک څخه يې کار شروع کړی، چې د ياد شهرک ټول اسناد به بررسي کوي. همدارنګه د ياد شهرک کوم حدود چې دي هغه به معلوموي.»

د کابل په ختيځ کې د ملاتره خېل ښارګوټي استازی وايي، چې د ټاکل شوي کمېسيون سره د څېړنو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

د پخواني حکومت د ولسي جرګې غړی غړی، ملا تره خېل وايي، چې په دې ښارګوټي کې نږدې ۳۵ زره جریبه ځمکه د پخواني حکومت له لوري په رسمي ډول دوی ته وېشل شوي ده.

د پخواني حکومت د ولسي جرګې غړی ملا تره خېل محمدي څرګندوي:«ټولو دا اطمينان ورکړ، چې که له دې فرمان نه بیرون ځمکه وه او موږ زياته نيولې وه؛ نو موږ بيا د ګيلې شکايت نه لرو. او که په دې فرمان کې ذکر شوې ځکه پوره نه شوه؛ له تاسو مو هيله دا ده، چې تاسې دا راته پوره کړئ.»

د ملاتره خېل ښارګوټي اوسېدونکي وايي، چې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته په دې ښارګوټي کې د کورونو جوړېدل بند شوي دي.

دوی له حکومته غواړي، چې د دغو ځمکو د څېړلو کار دې ژر بشپړ کړي.

د ملا تره خېل ښارګوټي اوسېدونکی وايي:«له څو ځلو ناستو وروسته پرېکړه وشوه چې دوه یا درې کسان به یو کمېسیون وټاکو. ملا تره خېل به هم دوه درې کسان وټاکي او ويل يې موږ د دې پروژې بیا کتنه کوو.»

د ملا تره خېل ښارګوټي بل اوسېدونکی هم څرګندوي:«دغه کمېسيون چې کومه پرېکړه کړې د دې موږه مخالف نه يوو.»

د عدليې وزارت وايي، چې اوس مهال د هېواد په شلو ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسيون چارې رواني دي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، ټاکل شوي کمېسيون شاوخوا ۲۰ زره جریبه ځمکه تر څېړنې لاندې نيولې ده.

د عدلیې وزارت وياند وايي، چې په کابل کې د غصب شويو ځمکو څېړنه د ملا تره خېل له ښارګوټي پيل شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه