Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ندا محمد ندیم د پنجشېر د تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو د بیارغونې ژمنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست پنجشېر ته د خپل سفر په ترڅ کې وايي، دغه وزارت به په دغه ولایت کې ویجاړ شوي ښوونیز او تحصیلي بنسټونه به بېرته ورغوي.

ندا محمد ندیم له هغې وروسته پنجشېر ته سفر وکړ چې په دغه ولایت کې د ځينو ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو د ویجاړېدو په هکله راپورونه خپاره شول.

ښاغلي ندیم زیاته کړه:«کوم ځای چې رغولو او ترمیم ته اړتیا ولري بیایې رغوو او ښايي د اسلامي امارت مجاهدینو له ښوونیزو ځايونو پوستې نه وي جوړې کړې او که چېرې داسې ځای وي هڅه کوو چې ښوونیز ځای محصلینو او استادانو ته ورکړل شي.»

په همدې حال د پنجشیر پوهنتون مسوولین وایي، چې نږدې دوه سوه نارینه محصلینو له دغه پوهنتونه د فراغت سندونه ترلاسه کړي.

د پنجشېر پوهنتون رییس مصطفی ابوسعید وايي:«موږ د پنجشېر د لوړو زده کړو له موسسې کابو ۱۹۳ محصل له څلورو پوهنځیو فارغان لرل چې ټول یې هلکان دي او له نجونو څوک نه وو.»

بل خوا یو شمېر تازه فارغ شوي محصلین له سرپرست حکومته غواړي چې د زده کړو د دوام په موخه دوی ته له هېواده د باندې د تحصیل زمینه برابره کړي.

تازه فارغ شوي نصیر احمد اماني وویل:«هغه کسان چې د ماسټرۍ او دکتورا دورې لپاره لېواله دي باید له هېواده بهر ورته زمینه برابره شي.»

بل تازه فارغ شوی احمد سیر صاحب زاده هم څرګندوي:«د تحصیلي بورسیو زمینه دې برابره کي چې دوی له هېواده بهر ولاړ شي.»

دا محصلین همداراز له اسلامي امارته غواړي چې دوی ته دې په خپلو رشتو کې د کار زمینه برابره کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه