Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د سولې او ټیکاو پر ټینګښت د ترکیې د ولسمشر ټینګار

د ترکیې ولسمشر په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د تامین لپاره د پاکستان او ترکیې پر کډو همکاریو ټینګار کوي.

رجب طیب اردوغان د ترکیې په استانبول ښار کې په یوې غونډه کې چې د پاکستان لومړي وزیرشهبازشریف هم په کې ګډون درلود، زیاتوي چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو ټينګښت یوازې د افغانانو مسوولیت نه دی بلکې اړتیا ده چې نور هېوادونه هم په دې برخه کې همکاري وکړي.
             
ښاغلي طیب په دې هکله وویل:«په افغانستان کې د سولې او ټیکاو رامنځته کېدل یوازې زموږ افغان وروڼو او خویندو مسوولیت نه دی، ورسره هم مهاله، موږ ټولو ته اړینه ده چې د ګواښونو او خطرونو مخنیوی یې وکړو.»

د ښاغلي اردوغان په باور، انقره او اسلام آباد په افغانستان کې د اقتصادي او بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره ګټور تمامېدای شي.
                     
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګنده کړه:«د بشري ناورین په برخه کې چې زموږ افغان وروڼه اوخویندي ورسره مخ دي، غواړو، له پاکستان سره په ګډه له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو.»

بل خوا، کابل وایي، چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او په افغانستان کې بشري مرستې یوه اړتیا بولي.
          
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي:«هغه هېوادونه چې غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي باید د اقتصادي پراختیا، بې وزلۍ او د کارونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي چې دا زموږ د خلکو لومړنۍ غوښتنې دي.»

د نړۍوالو اړیکو شنونکي سید جواد سجادي هم وویل:«دغه دوه هېوادونه په هغه صورت کې چې وغواړي کولای شي او په ګټه یې هم ده چې په افغانستان کې له سولې او ټيکاو سره مرسته وکړياو د یوې تلپاتې سولې د ټینګښت زمینه برابره کړي.»

د ترکیې ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تر دې وړاندې سرپرست حکومت په وار وار ویلي دي، چې د ګاونډيو او د سیمو د هېوادونو ګټې د افغانستان په سولې او ټکاو کې نغښتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه