Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ازیبکستان او تاجیکستان له چارواکو سره د یوناما د مرستیال لیده کاته

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، د افغانستان لپاره يې د یوناما له مرستیال مارکس پوتزل سره په لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او د یوې نړۍوالې ډلې رامنځته کېدو په اړه خبرې کړې دي.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف وویل:«موږ د افغانستان د وضعیت په تړاو او د افغانستان له سرپرست حکومت سره د الګوریتم پر سره د توافق او د دواړو لورو د ژمنو د عملي کېدو لپاره د مذاکرې په موخه د یوې نړۍوالې ډلې د جوړېدو په اړه بحث وکړ.»

بل خوا په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر وايي، پر افغانستان د بندیزونو لرې کېدو لپاره د هېوادونو په ځانګړي ډول ازبیکستان هڅې ګټورې دي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي:«د افغانستان د اسلامي امارت حکومت د اقتصاد محوره او متوازنه پالیسي لري. غواړي، چې ولس مو ښېرازه او افغانستان د سیمې د نښلون په مرکز بدل شي، په دې مورد کې د هر چا هڅې ستایو ترڅو دغه هدف ته ورسېږو.»

د سیاسي چارو ځینې شنوونکي د نړۍوالې ډلې له جوړېدو هرکلی کوي او زیاتوي، چې دغه ډله باید د ملګرو ملتونو په مشرۍ رامنځته شي، څو چارې يې په بې طرفۍ سره مخته لاړې شي.

د سیاسي چارو شنونکی ستانه ګل شېرزاد وویل:«که د دې کمېسیون په راس کې ملګري ملتونه وي او یوه بې طرفه اداره وي، نو نړۍوال ملاتړ به ولري او په اسانۍ به خپل کارونه مخته یوړلی شي.»

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت هم څرګندوي:«ازبیکستان د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه یو اغېزمن هېواد دی. په نړۍوال او سیمه ییز تعامل کې کولای شي د افغانستان د مسایلو لپاره د مذاکراتو او ډیالوګ زمینه د سیمې او نړۍ په کچه رامنځته کړي.»

تر دې وړاندې هم د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د سیکا په شپږمه ناسته کې وړاندیز کړی و، چې د افغانستان د مسایلو لپاره باید یوه نړۍواله ډله رامنځته شي.

د افغانستان لپاره د یوناما مرستیال مارکس پوټزل هم وايي چې د تاجیکستان او ازبیکستان له چارواکو سره په لیدنه کې د افغانستان د ملاتړ لپاره یې د هېوادونو په همکارۍ ټينګار کړی دی.

تصویر بندانگشتی

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، د افغانستان لپاره يې د یوناما له مرستیال مارکس پوتزل سره په لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او د یوې نړۍوالې ډلې رامنځته کېدو په اړه خبرې کړې دي.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف وویل:«موږ د افغانستان د وضعیت په تړاو او د افغانستان له سرپرست حکومت سره د الګوریتم پر سره د توافق او د دواړو لورو د ژمنو د عملي کېدو لپاره د مذاکرې په موخه د یوې نړۍوالې ډلې د جوړېدو په اړه بحث وکړ.»

بل خوا په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر وايي، پر افغانستان د بندیزونو لرې کېدو لپاره د هېوادونو په ځانګړي ډول ازبیکستان هڅې ګټورې دي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي:«د افغانستان د اسلامي امارت حکومت د اقتصاد محوره او متوازنه پالیسي لري. غواړي، چې ولس مو ښېرازه او افغانستان د سیمې د نښلون په مرکز بدل شي، په دې مورد کې د هر چا هڅې ستایو ترڅو دغه هدف ته ورسېږو.»

د سیاسي چارو ځینې شنوونکي د نړۍوالې ډلې له جوړېدو هرکلی کوي او زیاتوي، چې دغه ډله باید د ملګرو ملتونو په مشرۍ رامنځته شي، څو چارې يې په بې طرفۍ سره مخته لاړې شي.

د سیاسي چارو شنونکی ستانه ګل شېرزاد وویل:«که د دې کمېسیون په راس کې ملګري ملتونه وي او یوه بې طرفه اداره وي، نو نړۍوال ملاتړ به ولري او په اسانۍ به خپل کارونه مخته یوړلی شي.»

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت هم څرګندوي:«ازبیکستان د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه یو اغېزمن هېواد دی. په نړۍوال او سیمه ییز تعامل کې کولای شي د افغانستان د مسایلو لپاره د مذاکراتو او ډیالوګ زمینه د سیمې او نړۍ په کچه رامنځته کړي.»

تر دې وړاندې هم د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د سیکا په شپږمه ناسته کې وړاندیز کړی و، چې د افغانستان د مسایلو لپاره باید یوه نړۍواله ډله رامنځته شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه