Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اروپايي ټولنه له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتوي

د استخدام او د پراختیا برخې رسنیز بنسټ یا ډیویکس راپور ورکړی چې، اروپايي ټولنه له افغانستان سره مرستې کافي نه بولي او غواړي له دغه هېواد سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

د دغه راپور پر بنسټ د اروپايي ټولنې مرستې د نړۍوالو بنسټونو له لوري لګول کېږي.

اروپايي ټولنه وايي:«په تېرو میاشتو کې د مرستو د وېشنې په تړاو زموږ تجربې او له خپلو متحدینو سره مو تماس د دې ښکارندويي کوي چې، بشري او لومړنۍ مرستې مهمې دي؛ خو کافي نه دي.»

خو د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، مرستې نه شي کولی د دوی اقتصادي ستونزې حل کړي او په وینا یې خلکو ته باید د کار زمینې برابرې شي.

د کابل یو تن اوسېدونکی وايي:«که چېرې له خلکو سره مرسته وشي، خلک یوه میاشت مرستو ته په تمه نه شي پاتې کېدای، ژر خلاصېږي. که چېرې کار ولري، له کاره هر څه جوړولای شي. بې کاري او بې وزلي د افغانستان لمنه نیولې ده.»

له بل لوري اقتصاد وزارت وايي، په هېواد کې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره باید نړۍوالې مرستې له اسلامي امارت سره په همغږۍ ولګول شي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب څرګندوي:«له بې وزلۍ او بې کار سره د مبارزې لپاره خپل پروګرامونه دې له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په همغږۍ تطبیق کړي چې د کاري فرصتونو او د هېوادوالو د ژوند د ښه والي لامل شي.»

د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي هم زیاتوي:«که چېرې دغه مرستې له افغانستان سره وشي باید په رڼه توګه وشي او حساب ورکړه هم ترسره شي. له هغې پرتله، نه شي کولای چې ریانمنونکي خلک چې خوړو او نورو ژمنیو څیزونو ته اړتیا لري او یا هم د خپل ورځني ژوند ته اړتیا لري.»

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د جرمني سفارت ویلي چې، ۹۰ مېلیونه یورو یې په افغانستان کې د اړمنو د لاسنیوي لپاره ځانګړي کړي دي.
 
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، مرستې نه شي کولی د دوی اقتصادي ستونزې حل کړي او په وینا یې خلکو ته باید د کار زمینې برابرې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه