Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په تړاو د تاجیکستان او فرانسې د مشرانو څرګندونو ته د ا.ا غبرګون

د تاجیکستان او فرانسې ولسمشرانو امام علي رحمان او امانول مکرون په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ملاتړ لپاره د نړۍوالې ټولنې د ګډو همکاریو په هکه خبرې کړې دي.

د تاجیکستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې ټلېفوني خبرو اترو کې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د افغانستان سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت څېړلی دی.

اسلامي امارت د تاجیکستان او فرانسې د ولسمشرانو د دغو خبرو په غبرګون کې وايي، چې په افغانستان کې سوله او ټیکاو تامین دی او اندېښنې ته اړتیا نشته.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله وویل:«هېوادونه باید د دې په هکله چې خپلې اړیکې ټينګې او تامین کړي خپل مکلفیتونه او مسوولیتونه بشپړ کړي، خپل ګامونه دې پورته کړي، خو د امنیتي وضعیت په هکله دا چې سولې او ټيکاو دی، په هېواد کې الحمدالله تامین دی، د هېواد ټوله خاوره تر یوه سرتاسري امنیت لاندې ده.»

له څه باندې ۱۵ میاشتو راهیسې د شانګهای د همکاریو سازمان، د مسکو فارمټ غونډې او د ټولیز امنیت د غونډې په ګډون پنځه سیمه ییزې غونډې شوي او ګډونوالو یې د افغانستان په تړاو هم څرګندونې کړې دي.

د سیاسي چارو ځینې شنوونکي په افغانستان کې سوله او ټیکاو د سیمې د هېوادونو په ګټه ګڼي.

د افغانستان د سیاسي ولسي جرګې موسس صدیق منصور انصاري وايي:«د نړۍ د ټولو هېوادونو ملتونه او د سیمې ملتونه او مشران یې پوهېږي په افغانستان کې سوله او امنیت د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې د ثبات او امنیت سره مترادف دی.»

د سیاسي چارو شنوونکي محمد حسن حقیار وویل:«زموږ ګاونډي خپلې غوښتنې او ګټې لري چې د پوره کېدو لپاره یې اسلامي امارت تر فشار لاندې راولي.»

د سیاسي چارو شنوونکی محمد بشار هم څرګنده کړه:«د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې له افغانستان او واکمن نظام سره سیاسي او اقتصادي تعامل وکړي چې د ټولو هېوادونو ګټې تامین شي.»

د ترکیې ولسمشر تېره ورځ په یوې غونډه کې چې، د پاکستان لومړي وزیر هم حضور درلود ویلي چې، په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت یوازې د افغانانو مسوولیت نه دی؛ بلکې اړتیا ده چې، نور هېوادونه هم په دې برخه کې همکاري وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه