Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوېدیځې حوزې عالمانو او قومي مخورو د قومونو د انسجام غونډه جوړه کړه

په هرات ښار کې د قومونو د نږدې کېدو او انسجام په پار د لوېدیځې حوزې د سلګونو تنو دیني عالمانو، قومي مخورو او ځايي چارواکو په ګډون یوه غونډه جوړه شوه.

د دغې غونډې ګډونوال له سرپرست حکومته غواړي چې تحصیل کړو او متخصصو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ورته مهال په لوېدیځه حوزه کې ځايي چارواکي وايي چې د ځوانانو په مخ د سرپرست حکومت غېږه پرانیستې ده.

د بادغیس د استخباراتو رییس محمد عیسي سراج وویل:«د سیاست له پلوه سیاستوال علما یې باید درملنه وکړي، سیاسي ستونزې دې سیاستوال علما حل کړي، د روغتیا له پلوه د روغتیا د برخې علما باید د روغتیا ستونزې حل کړي.»

د هرات استخباراتو ریاست مرستیال رحمت الله جابر هم وايي:«د امنیت د ټینګښت لپاره، د انساني ارزښتونو د تامین لپاره یوه شېبه مو هم بې پرواي نه ده کړې.»

د هرات والي په دغه غونډه کې وایي، چې د حکومت څوکۍ باید د قوم او سیمې په نوم ونه وېشل شي.

د نوموړي په خبره، د حکومتي کارکوونکو په ګومارنه کې باید تخصص او وړتیا په پام کې ونیول شي.

د هرات والي نور احمد اسلام جار څرګندوي:«که چېرې موږ ریاستونه، وزارتونه د سمت، قوم او نورو پر بنسټ ووېشل، په الله که هېڅ وخت بریالي شوو.»

د دې غونډې یو شمېر ګډونوال بیا د اوسني حکومت پر ټولګډونه کېدو ټینګار کوي. د دوی په خبره، اړینه ده چې د حکومت په بدنه کې مسلکي او په کار پوه ځوانانو ته فرصت ورکړل شي.

د هرات اوسېدونکی احسان الله وايي:«د هېواد ځوانانو ته په دولتي څانګو کې باید د کار اجازه ورکړل شي چې هېواد ته خدمت وکړي.»

د هرات اوسېدونکی بسم الله نورزی هم څرګندوي:«هر ځوان او هر قوم دا مسوولیت لري چې دغه هېواد ته خدمت او کار وکړي.»

د لوېدیځې حوزې ځايي چارواکي بیا ډاډ ورکوي چې اوسنی سرپرست حکومت به لا ټولګډونه شي.

د لوېدیځې حوزې د قومونو او قبایلو چارو رییس خدا داد انقلابي وویل:«د امارت مشران په هڅه کې دي چې ټولو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او په خپل حکومت کې هغوی ته ځای ورکړي.»

دا ولسي غونډه داسې مهال جوړېږي چې واک ته د اسلامي امارت د بیاځلي رسېدو نږدې یونیم کال تېرېږي، خو لا تر اوسه هېڅ هېواد اوسنی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خلک تمه لري چې سرپرست حکومت د نړۍوالې ټولنې له لوري د رسمیت پېژندلو په پار ځینې عملي ګامونه اوچت کړي.

په لوېدیځه حوزه کې ځايي چارواکي وايي چې د ځوانانو په مخ د سرپرست حکومت غېږه پرانیستې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه