Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د الوتکو د ټکټونو له لوړې بیې د هېوادوالو شکایت

د کابل ځینې اوسېدونکي د الوتکو د ټکټونو د بیې له لوړېدو شکایت کوي او وايي چې په دې وروستیو کې د الوتکو د ټکټونو بیه دوه برابره شوي دي.

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکی ادعا لري، چې له څه مودې راهیسې د کابل- دوبۍ او کابل- استانبول د ټکټونو بیه د پاموړ لوړه شوې ده. 

دوی وایي، چې د بهرنیو الوتنو د ټکټونو د بیې د لوړېدو له امله نورو هېوادونو ته په آسانۍ سفر نه شي کولای.

د کابل یوه اوسېدونکې طلوع نیوز ته وايي:«دم ګړۍ د ټکټونو بیې ډېرې لوړې دي موږ نه شو کولای هغه ټکټ چې د یوه طرف دی وپېرو.»

د کابل بل اوسېدونکی احمد نوید هم څرګندوي:«د ټکټونو په هکله له مرکزي شرکتونو زما غوښتنه دا ده که چېرې شونې وي لوړ شوی قیمت دې کم کړي.»

اخوا یو شمېر ټکټ پلورونکي هم د بهرنیو الوتنو د کمېدو او د بهرنیو او کورنیو الوتنو د ټکټونو د پلور له کمېدو شکایت کوي.
 
دوی وایي، چې د ډېری سفارتونو د تړل کېدو له امله بهرنۍ الوتنې او د مسافرو شمېر کم شوی دی.

د یوه سیاحتي شرکت مسوول خپلواک وویل:«بیې د تېر پرتله ۶۰ سلنه لوړې شوې دي د دې لپاره چې موږ پخوا ډېرې الوتنې لرلې، بهرني ایرلاینونه وو.»
      
د یوه بل سیاحتي شرکت مسوول حسیب هم وايي:«مخکې زموږ دفتر د ورځې لږ تر لږه ۵۰ بهرني ټکټونه صادرول، خو اوس یو، دوه درې پنځه د ګوتو په شمار دي.»  

خو د ټرانسپورټ او هوایی چلن وزارت مسوولان په نړۍ کې د تېلو د بیې لوړېدل، د ډيری سفارتونو تړل کېدل او د مسافر وړونکو الوتکو د بیمې د بیې دوه برابره کېدل د ټکټونو د بیو د لوړېدو له لاملونو بولي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وویل:«نړۍوالې بیې موږ نه شو کنترولای، ځکه نړۍوال مارکېټ دی او د یوه هېواد مسله هم نه ده مثلاً ټکټونه په نړۍواله کچه لوړ شوي دي، پخوا مثلاً تاسې له دوبۍ امریکا ته ټکټ ۸۰۰ ډالره پېره اوس کابو ۲۰۰۰ ډالره شوی دی.»

تر دې مهاله د امارات، ترکش، اېرلاین او فلای دوبۍ په څېرد هوایي چلند لویو شرکتونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته نه دي پېل کړي دي.

که څه هم تمه کېده، چې له ګاک شرکت سره د هوایي ډګرونو د خدماتي چارو د تړون له لاسلیک کېدو وروسته، یو شمېر دغه شرکتونه د کابل هوایي ډګر ته خپلې الوتنې بېرته پېل کړي، خو تر اوسه داسې نه دي شوي.

د ټرانسپورټ او هوایی چلن وزارت مسوولان په نړۍ کې د تېلو د بیې لوړېدل، د ډيری سفارتونو تړل کېدل او د مسافر وړونکو الوتکو د بیمې د بیې دوه برابره کېدل د ټکټونو د بیو د لوړېدو له لاملونو بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه