Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکل شوې سبا د حنا رباني په مشرۍ پاکستانی پلاوی کابل ته راشي

ټاکل شوې چې سبا (سې شنبې، د لیندۍ په ۸مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیزې حنا رباني په مشرۍ یو جګپوړی پاکستانی پلاوی، کابل ته راشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پلاوی به پر دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړې توګه، د ښوونې، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې وکړي. 

له اسلام اباد سره د کابل د اړیکو پیاوړتیا او د افغانستان له خلکو ملاتړ د دغه سفر موخې یادې شوې دي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوې برخې کې راغلي دي:«په بهرنیو چارو کې به د دولت وزیره دغه راز په افغانستان کې د سولې د پیاوړتیا او د سوکالۍ د زیاتېدو لپاره د پاکستان پر دوامدارې ژمنتیا او ملاتړ ټينګار وکړي.»
        
په پاکستان کې خبریال طاهر خان په دې هکله وویل:«شونې ده چې د سرحدونو امنیت هم یوه موضوع وي، د سوداګرۍ موضوع ځکه مهمه ده چې حنا رباني کهر له دې سفر مخکې د مالیې له وزیر سره خبرې اترې کړې وې.»

د دغه پاکستاني پلاوي په ترکیب کې به د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی او د دغه هېواد د ځينو وزارتونو استازي په ځانګړې توګه د مالیې وزارت استازي هم کابل ته راشي.

د سیاسي چارو ځيني شنونکي افغانستان ته د دغه پاکستاني پلاوي سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو په چاره کې مهم بولي.
 
 د سیاسي چارو شنونکی محمد حسن حقيار څرګندوي:«دا افغانستان او پاکستان لپاره مهمه ده، له پاکستان سره اړیکې یوازې د افغانستان لپاره مهمې نه دي، بلکې پاکستان د افغانستان پرتله د افغانستا اړیکو ته ډېره اړتیا لري.»

د سیاسي چارو شنونکی عبدالجمیل شیراڼی هم وايي:«له هر هېواده د جګپوړي پلاوي راتلل د افغانستان لپاره م یو ښه خبر دی او په خپله پاکستان او سیمې ته هم.» 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې ورځې ناوخته د دې پخلی وکړ چې د سې شنبې په ورځ یو پاکستان پلاوی کابل ته راځي.

پاکستاني چارواکي دغه سفر په داسې حال کې کوي، چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.

حنارباني په لومړي ځل په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره وه، کابل ته راغله او له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې وکتل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه