د کډوالۍ د نړۍوال سازمان په یوې نوې څېړنه کې چې د افغانستان د اقلیمي بدلونونو د بد اغېزو په هکله شوې ده ویل شوي چې د افغانستان ۶۰ سلنه نفوس له اقلیمي بدلونونو زیانمن شوي دي.
په دغې څېړنه کې راغلي دي چې په وروستي یوه کال کې په افغانستان کې د غنمو تولید ۳۰ سلنه کم شوی دی.
د دغه سازمان د څېړنې پر بنسټ، ۹۷ سلنه افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي او د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو د بې وزلۍ په زیاتوالي کې مهمه ونډه لرلې ده.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان په څېړنه کې راغلي دي:«اوسنۍ او څو کاله پرلپسې وچکالۍ د خوراکي توکو کموالی ډېر کړی دی او د دغه هېواد تر نیمایي زیات نفوس د خوړو له سخت کمښت سره مخ دی او په کلیوالو سیمو کې یې د ژوندانه برخې په اندېښمنوونکي توګه زیانمنې کړې دي.»
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د څېړنیزې د برخې رییس محمد قاسم عبیدي په دې هکله وايي:«د دې سربېره چې په افغانستان کې اقلیمي بدلونونه راغلي دي موږ هر کال کابو څلور اعشاریه اوه تر پنځو مېلیون مټریک ټنو پورې غنم تولیدوو.»
د کډوالۍ د سازمان په راپور کې راغلي دي، چې د برېښنا په څېر د بنسټيزو خدمتونو پیکه کېدو ډېری کارخونې له فعالیته اچولي دي.
د کانونو او صنایعو خونې اجراییه رییس رحیم الله سمندر څرګندوي:«یوازې په کابل کې چې موږ برېښنا لرو ۱۰۰ تر ۱۲۰ میګاواټو پورې ده، دا کابل د کارخونو لپاره چې کابو ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ورته په کار ده، بسندویه نه ده او بسنه نه کوي.»
د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان هم وویل:«دم ګړۍ د صنعتي پارکونو د صنعت کارانو ۱۲ ساعته برېښنا تولېږدي، د دې لامل شوی چې زموږ تولیدات ۳۵ سلنه کم شی او همدارنګه که چېرې یوې نوې فابریکې غوښتې وي چې د برېښنا له شبکې سره وصل شيو دا امکانات هم اوس نشته.»
بل خوا، اقتصاد وزارت وایي، چې د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغېزو، د هېواد بیخ بنسټونو ته څه باندې دوه میلیارد ډالره زیان رسولی دی.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب طلوع نیوز ته وویل:«د احتمالي زیانونو د مخنیوي او د اقلیمي بدلونونو له ناوړه پایلو سره د مبارزې لپاره د ټولنې چمتووالی، د خوړو د امنیت د تامین او د اقتصادي بیخ بنسټونو د جوړولو په برخه کې د نړۍوالې ټولنې پراختیايي مرستې، مهمې او حیاتي دي.»
تر دې وړاندې نړۍوال بانک رپوټ ورکړی دی، چې په هرو درېیو کورنیو کې دوه کورنۍ د خپلو لومړنیو خوراکي او ناخوراکي اړتیاوو په برابرولو کې ستونزه لري او په راروان ژمي کې به خوړو ته د نه لاسرسي ستونزه زیاته شي.
په دې اړه مو اندونه