Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د موټرو لوړه کرایه؛ ځينې کابل مېشتي له بګۍ کار اخلي

د کابل ځينې اوسېدونکي د تګ راتګ لپاره له «بګۍ» استفاده کوي. دوی وايي چې د موټرو د کرایې له لوړوالي او د کابل ښار د ځينو واټونو غیرمعیاريتوب، د تګ راتګ لپاره یې د بګۍ استفاده غوره وسیله ده.

د کابل اوسېدونکی فاروق طلوع نیوز ته وویل:«اړتیا ده چې تر کوټې سنګي د بګیو تر تم ځایه په دغو بګیو کې راځي؛ ښځې، ماشومان، سپين ږیري، او بې چاره ټول راځي.»

د کابل بل اوسېدونکی اسدالله هم وايي:«خلک نه شي کولای چې له دې ځایه تر هغه ځایه دربست ونیسي او یا په ۲۰ روپګیو موټرو کې یا هم ۳۰ روپګیو کې ولاړ شي.»

۶۴ کلن عزیزالله وایي، چې بګۍ یا ګاډۍ هغه مهال دود شوه، چې په افغانستان کې موټر کم و. دی له څلورو لسیزو راهیسې بګۍ چلوي او له همدې لارې د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کوي.
 
عزیزالله طلوع نیوز ته وايي:«وروره موټر نه و، ټکسي او سرویس نه و په افغانستان کې دا شیان نه وو.»

په هېواد کې د موټرو زیاتوالي په هېواد کې د بګیو استفاده تته کړې وه؛ خو اوس د کابل د قلعه واحد په سیمه کې ۱۴ بګۍ مسافر لېږدوي.

د بګۍ چلوونکي په وینا، دوی مسافر په کمو پیسو لېږدوي.

بګۍ چلوونکی غوث الدین وايي:«کرایه ۱۰ روپۍ ده پخوا هم خلکو له بګۍ یا ګاډۍ استفاده کوله اوس هم استفاده کوي هوا چې ګرمه وي خلک له بګۍ ډېره استفاده کوي لېوالتیا یې ډېره وي چې ولاړ شي.»

بل بګۍ چلوونکی رحمت الله هم څرګندوي:«اوس ۱۴ بګۍ دي پخوا ګاډۍ زیاتې وې. ۷۰ تر ۸۰ دانو پورې وو اوس بګۍ کمې شوې دي او موټر زیات شوي دي.»

له بګۍ نه له ډېر پخوا په هېواد کې د خلکو د تګ راتګ لپار ګټه اخېستل کېده، او لاهم په کابل او یو شمېر ولایتونو په تېره بیا، هرات او بلخ کې یو شمېر خلک له بګۍ کار اخلي.

بلخوا ځينې بګۍ چلوونکي چې له کلونو راهیسې په کابل کې په کار بوخت دي، د وښو او وربشو د بیې له زیاتوالي شکایت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه