Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسټرالیايي بنسټ ارزګان کې د قرباینانو کورنیو ته د غرامت ورکړې غوښتنه وکړه

د اسټرالیا د نړۍوال عدالت مرکز په نوم یوه استرالیايي بنسټ په خپل راپور کې د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې په ارزګان ولايت کې د اسټراليايي ځواکونو په جنګي جنایتونو کې زیانمن شویو قربانیانو او کورنیو ته يې غرامت ورکړي.

د دې بنسټ سرپرست اجرایوي رییس طلوع نیوز ته وايي، چې د اسټرالیا حکومت باید له دغو کورنیو سره د خسارې د جبران په اړه مشوره وکړي او د هغې پر بنسټ دې د زیانونو د جبران لپاره یوه حل لاره پیدا کړي.

د اسټراليا د نړۍوال عدالت مرکز سرپرسته فیونا نېلسون وايي:«    په حقيقت کې اوس هم په اسټراليا کې څېړنه روانه ده. په اصل کې ډېره مهمه ده، چې د اسټراليا حکومت دغو کورنيو ته غرامت ورکړي؛ خو په دې برخه کې تر اوسه هېڅ عملي اقدام نه دی شوی.»

د اسټرالیا د نړۍوال عدالت مرکز په راپور کې راغلي چې، ۳۹ افغان ملکي وګړي د دې هېواد د ځواکونو له لوري په وحشیانه او غیرقانوني توګه وژل شوي دي.

د استرالیايي رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د دفاع وزیر ويلي، غواړي له خپلو هغو پوځي قومادانانو مډالونه بېرته واخلي چې د افغانستان په ماموریت کې یې جنایتونه کړي دي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې د اسټراليا ترڅنګ ګڼ نور بهرني ځواکونه هم په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن دي او باید محاکمه شي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهين وايي:«د نړۍ د بشر د حقونو په نوم سازمانونه او نهادونه بايد په دې خاموش پاتې نه شي. د دې ظلمونو د قربانيونو په حق کې عدالت تامين شي او عاملين يې سزا وويني.»

په ارزګان ولايت کې د ملکي قربانيانو يو شمېر کورنۍ هم د جنګي جنايتونو د څېړلو او کورنيو ته يې د غرامت د ورکړې غوښتنه غوښتنه کوي.

د ارزګان ولايت اوسېدونکی خدای داد وویل:«بمبارۍ شوې دي، بې رحمه ظلمونه په دې ملک باندې شوي دي. زه دا وايمه، چې د دې ظلم په مقابل کې يو شی ورکول شي.»

د ارزګان ولايت بل اوسېدونکی خدای داد هم وايي:«دا زموږ تاوان دې راکول شي، خساره دې راکول شي. مونږ نفقې ته ضرورت لرو، ډوډۍ ته ضرورت لرو. هغه ځوان زوی مو وو، هغه رانه لاړه.»

تر دې مخکې هم په هالنډ کې یوې محکمې پر افغانستان د دغه هېواد د ځواکونو هوايي برید غیر قانوني بللی و او په دغه برید کې د وژل شویو ملکي وګړو کورنیو ته یې د غرامت د ورکولو امر کړی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه