Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په هکله د سره صلېب نړۍوالې کمېټې اندېښنه

د سره صلېب نړۍوالې کمېټې د عملیاتي څانګې رییس نن د ملګرو ملتونو په یوې غونډه کې چې په مجازي توګه جوړه شوې وه، وویل چې په افغانستان کې اقتصادي ننګونې زیاتې شوې دي او وګړي یې د لومړنیو توکو د پېرلو وس نه لري.

په دغې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو د ډېریو نړۍوالو بنسټونو استازو حضور درلود چې د هېوادونو د اقتصادي، بشري، بېخ بنايي او روغتیايي وضعیت په هکله یې خبرې اترې وکړې.

په دې غونډه کې د سره صلیب د عملیاتي څانګې رییس د هېواد د اقتصادي او بشري وضعیت په تړاو وایي، چې افغانستان د نړۍوالې ټولنې له لوري هېر شوی دی.

د سره صلیب د عملیاتي څانګې رییس مارټين شوئپ زیاتوي:«د افغانستان خلک یا د سون توکو د پېرلو وس نه لري او یا هم د خوراکي توکو د پېرلو توان نه لري او ان د دواړو توکو د پېرلو وس نه لري. نو د ماشومانو خوارځواکي او سینه و بغل به زیات شي.»

اخوا، د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره اړتیا ده، څو د ملګرو ملتونو بنسټونه د هېوادوالو لپاره د کارموندنې اوږدمهالي پروګرامونه جوړکړي.

د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي وايي:«په افغانستان کې د اقتصادي ستونزې او بې وزلۍ د مدیریت په منظور په سټراټېژيکه توګه د افغانستان په اقتصادي سکټورونو کې پانګونې ته اړتیا لرو چې په ټول کې وکړای شو د افغانستان ملي اقتصادي سکټور په حرکت راولوو.»

بل خوا، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې اوسمهال له ډیرو اقتصادی ستونزو سره مخ دي.

د کابل اوسېدونکي فتح محمد وویل:«نه کار شته او نه هم غریبي، لرګي نشته، ژمی هم راورسېد لرګي هم نشته خوراکي توکي هم نشته.»

د کابل بل اوسېدونکی ابراهیم هم زیاتوي:«سړه هوا راتلوونکې ده او د ستونزو سره بېره چا طالبان په رسمیت ونه پېژندل او دلته د بې کارۍ ستونزې زښته زیاتې دي.»

تر دې وړاندې د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي دي، چې اوسمهال د افغانستان اوه نوي سلنه وګړي له بې وزلۍ سره مخ دي او د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغېزو د بې وزلۍ په زیاتېدو کې مهمه ونډه لرلې ده.

په ملګرو ملوتونو کې د یو شمېر هېوادونو استازو په یوې انلاین غونډه کې د نړۍ، د اقتصاي، بشري، بیخ بنایي او روغتیایي وضعیت په تړاو خبرې وکړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه