Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو او ښوونځيو د پرانیستو لپاره غوښتنې

پخوانی ولسمشر حامد کرزی د افغانانو ترمنځ خبرې اترې او د نجونو د ښوونځیو پرانیستل د هېواد لپاره مهم او حیاتي مسایل ګڼي.

په افغانستان کې د جاپان سفارت له بیا پرانیستو وروسته د دغه هېواد سفیر د اسلامي امارت له چارواکو سربېره له یو شمېر نورو افغان سیاستوالو سره هم کتلي دي.

د ښاغلي کرزي په ټوېتري پیغام کې راغلي دي:«بین الافغاني مذاکرات او د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیستل د هېواد د ثبات او ودې لپاره حیاتي مسایل دي.»

د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي وايي:«د افغانانو ترمنځ مذاکرات ښه دي؛ خو هغه وخت اغېزناک کېدای شي چې د مذاکرې دواړه لوري د یو بل د دریځ درک ته حاضر شي.»

په دې منځ کې اسلامي امارت وايي، په اوسني وخت کې د افغانانو تر منځ خبرو ته اړتیا نشته.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«په افغانستان کې سوله ټيکاو تامین شوی او مرکزي حکومت پر ټوله خاوره حاکمیت لري د خلکو امنیتي ستونزې کمې دي نو که څوک کوم نظر لري یا له هېواده بهر ژوند وي د اسلامي امارت له خوا د تماس کمېسیون جوړ شوی او له هغې لارې کولای شي خپل هېواد ته راستانه شي او خپل ژوند ته دوام ورکړي.»

ورته مهال د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست په افغانستان کې د جاپان له سفیر سره کتلي او په دې کتنه کې یې ویلي چې، له نړۍ سره د ښه تعامل غوښتونکی دی؛ خو په وینا یې نه شي کولی د دین او اسلامي ارزښتونو په تړاو مذاکره وکړي.

له دې مخکې هم ځينې سیاسي څېرو له هېواده بهر او دننه په هېواد کې په افغانستان کې پر ملي بحث ټينګار کړی دی. خو اسلامي امارت تل د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د رامنځته کېدو په غبرګون کې ویلي دي چې د ملي بحث د رامنځته کېدو وخت تېر شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه