Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م د ژمي په رارسېدو سره د افغانانو پر اقتصادي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی وايي، د بندیزونو لګولو افغان ولس له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي په دې خبري غونډه کې وویل، د افغان ولس عواید د تېر کال له زمري میاشتې راهیسې کم شوي او په وینا یې دغه هېواد به ډېر سخت ژمی په مخ کې ولري.

نوموړي وړاندیز کړی چې افغانستان باید د بشري مرستو د نوملړ په سر کې وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی رامېز الکبروف وايي: «په‌دې ورځو کې اقتصادي وضعیت چې د تجربه کولو په حال کې یې یوو، د بشري مرستو د اړتیا محرک دی. د تېر کال له زمري میاشتې راهیسې موږ د عوایدو او تولید په برخو کې د ۵۰ سلنې کمښت، د دولتي لګښتونو د ۶۵ سلنې او همداراز د کورنیو د ۵۰ سلنې لګښتونو د کمښت شاهدان یوو.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدل او د افغانستان په بانکونو کې د پانګې نه‌شتوالی د هېواد د داخلي ناخالص تولید د کمښت اصلي لاملونه ګڼي.

ښاغلی الکبروف زیاتوي: «د افغانستان په اقتصادي رکود کې بېلابېل لاملونه نقش لري. یو له دې لاملونو د اقتصادي عوایدو کمښت دی او له زمري میاشتې راوروسته په افغانستان کې د پانګې د نه‌شتوالي له امله بانکي چارې محدودې شوي او د افغانستان شتمنۍ هم کنګل شوې دي. د کال په اتو میاشتو کې موږ په افغانستان کې د دوامداره بد وضعیت شاهدان وو. دغو ټولو مسایلو ته په پام لازمه ده چې، په راروان ژمي کې افغانستان د بشري مرستو په لومړیتوبونو کې وي.»

له دې سره سم اقتصاد وزارت وايي، اقتصادي بندیزونو، پر بانکونو محدودیتونو او د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدو د هېواد پر اقتصاد بدې اغیزې کړې دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري وايي: «زموږ هیله دا ده چې هم د افغانستان پیسې ازادې شي، هم بانکي بندیزونه لرې شي، څو د افغانانو اقتصادي وضعیت ښه شي.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «له ټولو اصولو او معیارونو څخه باید دغه تحریمات، د بې‌ځایه فشارونو او د ناکامو نسخو او تجاربو تکرار مخه ونیول شي.»

تر دې مخکې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق هم په افغانستان کې د اقتصادي ناورین په تړاو اندېښنه ښودلې ده. د دې بنسټ د راپور له مخې، په افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه کسان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه