Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وېسټ د افغانستان په اړه خبرو لپاره جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته ځي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ به د افغانستان په اړه خبرو لپاره جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، توماس وېسټ به د امريکا له متحدينو او په دغو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو سره خبرې وکړي.

د دې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړی استازی به له يو شمېر افغان مهاجرينو لکه د بشري حقونو فعالانو، سوداګرو، سیاستوالو او د رسنیو مسوولينو سره د ستونزو او مشکلاتو ته د رسېدو پر څرنګوالي خبرې وکړي.»

خو د اسلامي امارت مرستیال وياند د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د سفر په غبرګون کې وايي چې واشنګټن د افغانستان د خراب وضعیت اصلي لامل دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال له دغه هېواده غوښتي چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لیرې کړي او بشري مرستې دې نه سياسي کوي.

د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي وايي: «ستونزې دوی خپله رامنځ‌ته کړي، د بندیزونو اعمال، د تحریماتو پر خپل ځای باندې پاتې کېدل او عین زمان کې بانکي مسایل او د افغانانو سرمایو کنګلول او نه پرېښودل، هغه څه دي چې ستونزې یې رامنځ‌ته کړې دي.»

د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان، د توماس ويسټ سفر مهم ګڼي.

د سياسی چارو کارپوه فضل الرحمن اوريا وايي: «د توماس وېسټ دغه سفر په نړیوالې سیالۍ کې یو یو نوی دریځ پېژندلی شو.»

د سياسی چارو کارپوه جنت فهيم چکري وايي: «موخه دا ده چې د افغانستان په اړه وکولای شي د امریکا په بهرني سیاست کې ډېره پاملرنه وکړي.»

په تېرو پنځو میاشتو کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس وېسټ د افغانستان په اړه د خبرو لپاره د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفر کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه