Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل په دارالامان سیمه کې پر "ایمان جومات" برید

د اسلامي حزب مشر ګلبدین د اوسېدو ځای ته څېرمه د "ایمان" په نوم جومات کې د وسله‌وال برید پر مهال یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د اسلامي حزب مشر له دې برید وروسته په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي، دوو برید کوونکو غوښتل جومات ته چې د هغه په هستونګنځي کې دی، دننه شي.

نوموړی وايي، دواړه برید کوونکي موخې ته له رسېدو وړاندې د هغه د ساتونکو له لوري وژل شوي دي.

ویل کېږي، په دې برید کې د ښاغلي حکمتیار درې ساتونکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

له بلې خوا د پېښې عیني شاهدان وايي، برید کوونکي په د مېرمنو په چادري کې غوښتل د ښاغلي ګلبدین دفتر ته دننه شي، خو له رسېدو وړاندې ووژل شول.

دا پېښه د جمعې د لمانځه ادا کولو پر مهال شوې ده.

ورته مهال، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یاد برید غندلی او په خپل ټویټر یې د یادې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

تر دې مهاله هېڅ کس او نه کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه