Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا ویاند په افغانستان کې د حکومت په رسمیت نه پېژندلو نیوکه کوي

اسلامي امارت وايي، سره له دې چې په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې، خو نړیوالې ټولنې اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، تر اوسه د نړۍ قدرتونه له اسلامي امارت سره د رسمیت پیژندنې په اړه "اصلي هوکړې" ته نه‌دي رسېدلي او دا ستونزې زېږوي کوي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي: «یو نیم کال شو چې په هېواد کې جګړه پای‌ته رسېدلې ده، امن او ثبات راغلی دی، خو تر اوسه پورې اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی. له دې وړاندې چې کوم حاکمیت و، هېڅ یې نه درلودل، مکمل بې‌ګانه، رشوت او غصب و، خو رسمي و او نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلی و، اوس چې داسې نظام راغلی چې نه رشوت او نه فساد په‌کې شته، په رسمیت یې نه پېژني.»
د نړۍوالو چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي چې د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍوالو د شرایطو پوره کول او په ځانګړې توګه نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړه به د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره لاره خلاصه کړي.
د نړیوالو چارو کارپوه جاوېد سنگ‌دل زیاتوي: «که طالبان خپلې مثبتې کړنې له اصولو او حکومتوالۍ سره سمې کړي، فکر کوم د نړۍ زبرځواک هېوادونه به و نه‌شي کولای ځان‌ته پلمې پیدا کړي او یا له دې د طالبانو او د افغانستان راتلونکي حکومت پر ضد وکاروي.»
د سیاسي چارو کارپوه محمد بشار وایي: «اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره ټول شرایط بشپړ کړي. اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره له هرې ډېپلوماټیکې لارې او اړیکې ګټه اخیستې.»
تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست ویلي چې، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍوالو د اړیکو ښه والی د ټول ګډونه حکومت له جوړېدو، نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړې، د بشري حقونو رعایتېدو او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارېدو پورې تړلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه