Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نجونو ښوونځيو پر پرانیستو د لوېدیځې حوزې د مدني فعالانو ټینګار

د لوېدیځې حوزې سلګونه مدني فعالان چې نیمایي یې ښځې دي، په هرات ښار کې په یوې غونډه کې خپلې غوښتنې له سرپرست حکومت او نړۍوالې ټولنې سره شریک کوي.

دا مدني فعالان د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو، په دولتي بنسټونو کې کار ته د ښځو د ستنیدو او د ښځو پر وړاندې د نورو بندیزونو د لیرې کېدو غوښتونکي دي.

مدني فعال عبدالرحیم خرم وايي:«د افغانستان له هرې څنډې د خلکو غږ اړوندو مراجعو ته له هغې ډلې اسلامي امارت او د نړۍوالې ټولنې غوږ ته ورسوو.»

د دې ناستې یو شمېر ګډونوالې د سرپرست حکومت له لورې د خپلو حقونو غوښتنه لري. او زیاتوي چې د نورو اسلامي هېوادونو د مسلمانو ښځو په څېر، افغان مېرمنې هم باید د کار او زده کړو حق ولري.

مدني فعاله معصومه جامي څرګندوي:«زه د یوې مېرمنې په توګه چې په دغې اوسنۍ ټولنه کې حضور لرم، نه وینم هغه څه (حقوق) چې باید موږ ته یې راکړي وای، نه دي راکړي.»

مدني فعاله شاه ګل نورزاده وايي:«د نیمروز ښځې هم همدا غږ پورته کوي چې ښوونه او روزنه باید لومړی ګام وي، امنیت یې ونیول شي، په خپله دوی د خپلو نارینه وو ترڅنګ د اسلام مقدم دین تر احکامو لاندې، د خپلې ټولنې لپاره کار وکړي.»

د هرات سیمه ییز مسوولین وایي چې سرپرست حکومت په هېواد کې له مدني فعالیتونو ملاتړ کوي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم الحق حقاني په دې هکله څرګنده کړه:«د افغانستان اسلامي امارت له هر هغه ګامه، حرکته او یا هڅې چې د خلکو رسا غږ له نیمګړتیا پرته چارواکو ته ورسوي، ملاتړ کوي.»

د دې ناستې د ګډونوالو په وینا تمه ده چې په ټول هېواد کې د مدني ټولنې د فعالانو او ځوانانو دا ډول غونډې جوړې شي.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود طلوع نیوز ته وايي چې ښاغلی کرزی نن (شنبې) له کابله د عربي متحده اماراتو ته سفر کړی دی. ویل کېږي چې ښاغلی کرزی به په دوبۍ کې له درې ورځو مېشت کېدو وروسته المان ته ولاړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه