Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

توماس وېسټ افغانستان کې سیاسې خبرې اترې اهمیت لرونکې بولي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ له جاپاني چارواکو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د سیاسي خبرو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په ټویټرپاڼه لیکلي، چې توکیو ته يې د سفر په لړ کې له جاپاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي.

دغه امریکايي استازی وايي، د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر سره يې افغانستان کې پر سیاسي خبرو - اترو بحث کړی دی.

ښاغلی وېسټ وايي:«کله چې موږ له خپلو متحدینو سره یو ځای کار کوو، موږ د هرې ستونزې پر وړاندې قوي کېږو، همدارنګه موږ به په افغانستان کې د جاپان مرستو ته اړتیا ولرو. د جاپان د بهرنیو چارو له وزارت سره د بشري مرستو، بشري حقونو او د افغانستان د راتلونکي لپاره پر سیاسي خبرو - اترو هم بحث وشو.»

ورته مهال په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر ویاند زیاتوي، د دوحې په هوکړه کې د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو مسئله شته، خو پخواني حکومت دا فرصت ضایع کړی دی.

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وویل:«د بین الافغاني مذاکراتو موضوع د دوحې په تړون کې یوه ماده وه، په همغه وخت کې بین الافغاني مذاکرات شروع شول او کابو یو کال يې دوام وکړ، خو د کابل ادارې مذاکرات ترک کړل او له هېواده ووتل، چې له همغې سره يې دا فرصت ضایع کړ.»

بل لورته یو شمېر سیاسي څېرې او د سیاسي چارو شنوونکي په دې باور دي، چې امریکا غواړي د دوحې هوکړه عملي او د ملي خبرو - اترو په مټ افغانستان کې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څرګندوي:«اسلامي امارت باید افغانان را دعوت کړي او خبرې ورسره وکړي، په ځانګړې توګه دننه په هېواد کې له افغانانو سره دې خبرې اترې وکړي، ځکه په کوردننه کسان کولای شي په بهر کې له مېشتو افغانانو سره خبرې وکړي، خو له بده مرغه اسلامي امارت دا خبرې نه اوري.»

د سیاسي چارو شنوونکی ستانه ګل شیرزاد هم وايي:«ټول جهان اوس په یوه خوله له طالبانو غواړي، چې د یوه بین الافغاني ډیالوګ په پایله کې دې یو ټول ګډونه حکومت جوړ کړي او د افغانانو سیاسي، بشري او نور حقوق دې خوندي کړي.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی په دوه ورځني سفر جاپان ته تللی دی.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې ټوماس وېسټ به د افغانستان په اړه د خبرو - اترو لپاره هند او عربي متحده اماراتو ته هم سفر وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی په دوه ورځني سفر جاپان ته تللی دی. تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې ټوماس وېسټ به د افغانستان په اړه د خبرو - اترو لپاره هند او عربي متحده اماراتو ته هم سفر وکړي.

Thumbnail

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ له جاپاني چارواکو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د سیاسي خبرو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په ټویټرپاڼه لیکلي، چې توکیو ته يې د سفر په لړ کې له جاپاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي.

دغه امریکايي استازی وايي، د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر سره يې افغانستان کې پر سیاسي خبرو - اترو بحث کړی دی.

ښاغلی وېسټ وايي:«کله چې موږ له خپلو متحدینو سره یو ځای کار کوو، موږ د هرې ستونزې پر وړاندې قوي کېږو، همدارنګه موږ به په افغانستان کې د جاپان مرستو ته اړتیا ولرو. د جاپان د بهرنیو چارو له وزارت سره د بشري مرستو، بشري حقونو او د افغانستان د راتلونکي لپاره پر سیاسي خبرو - اترو هم بحث وشو.»

ورته مهال په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر ویاند زیاتوي، د دوحې په هوکړه کې د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو مسئله شته، خو پخواني حکومت دا فرصت ضایع کړی دی.

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وویل:«د بین الافغاني مذاکراتو موضوع د دوحې په تړون کې یوه ماده وه، په همغه وخت کې بین الافغاني مذاکرات شروع شول او کابو یو کال يې دوام وکړ، خو د کابل ادارې مذاکرات ترک کړل او له هېواده ووتل، چې له همغې سره يې دا فرصت ضایع کړ.»

بل لورته یو شمېر سیاسي څېرې او د سیاسي چارو شنوونکي په دې باور دي، چې امریکا غواړي د دوحې هوکړه عملي او د ملي خبرو - اترو په مټ افغانستان کې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څرګندوي:«اسلامي امارت باید افغانان را دعوت کړي او خبرې ورسره وکړي، په ځانګړې توګه دننه په هېواد کې له افغانانو سره دې خبرې اترې وکړي، ځکه په کوردننه کسان کولای شي په بهر کې له مېشتو افغانانو سره خبرې وکړي، خو له بده مرغه اسلامي امارت دا خبرې نه اوري.»

د سیاسي چارو شنوونکی ستانه ګل شیرزاد هم وايي:«ټول جهان اوس په یوه خوله له طالبانو غواړي، چې د یوه بین الافغاني ډیالوګ په پایله کې دې یو ټول ګډونه حکومت جوړ کړي او د افغانانو سیاسي، بشري او نور حقوق دې خوندي کړي.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی په دوه ورځني سفر جاپان ته تللی دی.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې ټوماس وېسټ به د افغانستان په اړه د خبرو - اترو لپاره هند او عربي متحده اماراتو ته هم سفر وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه