Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د معلولانو نړۍواله ورځ او په افغانستان کې د هغوی اقتصادي ستونزې

نن شنبې د لیندۍ ۱۲مه چې د معلولانو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، له دې ورځې سره جوخت ځينې معلولین د خپلو حقونو د نه ترلاسه کولو په اړه شکایت کوي.

دوی له چارواکو غواړي چې معاشونه یې ورکړي او امتیازات یې ورزیات کړي.

څلوېښت کلنه حمیرا په  لاس او پښو معلوله ده. دا له دوو کلونو راهیسې د خپلو امتیازارتو په ترلاسه کولو نه ده بریالۍ شوې. 

نوموړې وايي:«زموږ معاشونه دې راکړي او په خپل وخت دې راکړي، دا دوه کاله کېږي چې موږ سرګردانه کوي، قره باغ ته ولاړه شه هلته ولاړه، دلته ولاړه، بشري قوا ته ولاړه شه، قلعه خیاط ته ولاړه شه.»

امیرمحمد چې د مجاهدینو په دوره کې معلول شوی، وایي چې په دواړو پښو د معلولیت له امله یې له ۲۴ کاله راهیسې له دغه ولچره کار اخلي.
 
معلول امیر محمد زیاتوي:«په جمهوریت کې مې کارټ درلود، د میاشتې زموږ ۵۰۰۰ معاش حواله کېده، تېر کال مې د شپږو میاشتو مې ۳۰ زره واخیستې، شپږ میاشتې نورې وسوځېدې، سږ کال مې هم د میاشتې ۵۰۰۰ معاش واخیست.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ډيټابیس مسووولان وایي، چې نن یې د معلولانو له نړیوالې ورځې سره هم مهاله په کابل کې پر معلولانو د معلولیت د کارټونو وېش پېل کړی دی.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډيټابېس امر شکرالله اوریا څرګندوی:«موږ نن د دوی کابو ۸۰ تنو ته زنګونه ووهل، دلته یې تشریف راوړ او نن موږ کابو ۲۵ تنو ته کارټونه چاپ کړل خپل کارتونه یې واخیستل او د هغوی اسنادونه هم بشپړل شول او پروسه یې هم بشپړل شوې ده.»

د شهدانو او معلولینو چارو وزارت د نشراتو رییس مفتي فیصل څرګندوي:«د ۱۴۰۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یو لک او شل زره معلولو خپل معاشونه واخیستل او ځينې کسان چې ستونزې لري هغوی کولای شي اړوند ریاست او وزارت ته مراجعه وکړي، خو په ټول کې یوه ستونزه شته، هغه دا چې ځينې معلولان د معلولیت کارټ او بانکي کارټ نه لري.»

بل خوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، چې د افغانستان ۱۵ سلنه نفوس له معلولیت سره ژوند کوي او د بشري مرستو په ترلاسه کولو کې هم له ستونزو سره مخ  دي.

د معلولانو او د شهیدانو د کورنیو د نوملیکنې له بیا پېلېدو راهیسې، په افغانستان کې نیم میلیون معلولین او د شهیدانو وارثین ثبت شوي دي، په دې منځ کې ۱۵۰ زره تنه معلولان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه