Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دلاور: هغه بهیر چې امنیت او حاکمیت له پوښتنې سره مخ کړي ورته اړتیا نشته

له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون رییس شهاب الدین دلاور وایي، چې له څو لسېزو وروسته، ملي حاکمیت رامنځته شوی دی او په هېواد کې ملي خبرو ته اړتیا نشته.

ښاغلی دلاور په دې باور دی چې په ملي کچه خبرې ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي.
             
له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون رییس وايي:«موږ او تاسې باید یو بل ته لاسونه ورکړو او خپل هېواد جوړ کړو، هر څه جوړ دي او هر افغان حق لري چې خپل هېواد ته خدمت وکړي او اوس دې ته اړتیا نشته چې یو بل بهیر پيل کړو او ملي امنیت او حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولوو.»   

بل خوا، د نړۍوالو چارو یو شمېر شنوونکي په ملي کچه خبر د هېواد د اوسنیو ستونزو د حل لپاره اغېزناکې ګڼي.

د نړۍوالو چارو شنوونکی سید جواد سجادي څرګنده کړه:«له دغې وضعیته د وتلو یوازینۍ لار ملي پخلاینه، د ملي اجماع رامنځته کول او له کړکېچ څخه د وتلو او پر ستونزو د بریا لپاره د ملي خبرو اترو پیلول دي.»
                     
د سیاسي چارو شنوونکي محمد بشار وویل:«اوس افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د دغه هېواد هر وګړی له خپلو حقونو برخمن دي. ملي پخلاینه په دې معنا چې په یوه بل ډول سیسټم کار وشي چې هېڅکله د دغه ملت او افغانستان ضرورت ورته نشته.» 

له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون رییس وایي، چې په نږدې راتلونکې کې به یو شمېر مهمې څېرې هېواد ته راستنې شي.
 
ښاغلی دلاور څرګندوي:«له هغو هېوادوالو سره چې په بهر کې دي موږ په اړیکه کې یوو ښايي پېژندل شوې څېرې ډېر ژر هېواد ته راستنې شي. تراوسه چې موږ کره معلومات اخیستي دي ۴۰۰ تر ۵۰۰ مهم شخصیتونه راغلي او بهیر په سرعت جریان لري.»                 

تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي روغې جوړې د عالي شورا مخکیني رییس عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په ځلونو په هېواد کې په ملي کچه د خبرو پر ترسره کېدو ټينګار کړی دی.

له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون رییس وایي، چې تراوسه ۴۰۰ تر ۵۰۰ مهم شخصیتونه راغلي او بهیر په سرعت جریان لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه