Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سږ کال د قرغې بند د اوبو کچه په کم‌سارې ډول ښکته شوې

مسوولان وايي، د قرغې بند د اوبو کچه د تېر کال پرتله ۶۰ سلنه کمه شوې ده.

د یاد بند مسولین زیاتوي، د وروستیو وچکالیو له امله د دې بند د اوبو کچه ټیټه شوې ده. د قرغې بند تفریح ځای کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلکو ګڼه ګوڼه کمېږي.

قرغه د پلازمېنې په لوېديځ کې يو له ډېرو ښايسته تفريحي ځايونو څخه ده چې ورځ تر بلې سړه او ارامه کېږي. په قرغې کې د اوبو د کچي ټيټوالى د دې لامل شوى چې په‌دې تفریحي ځای کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شي.

د کابل اوسېدونکی مراد وايي: «مخکې ښه و، د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه، اوبه هم ډېرې وې، خو اوس اوبه ډېرې کمې شوې دي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی سلیمان شاه زیاتوي: «وچکارۍ د قرغې بند د اوبو د ښکته کېدو لامل شوې او په همدې خاطر د خلکو ورتګ ورته هم پیکه شوی دی.»

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د قرغې بند د اوبو کچه له ۹ مېلیونه مټر مکعبه ۳ مېلیونه مټر مکعب ته راټيټه شوې او په وینا یې دغه وزارت هڅې کوي چې د دې بند اوبه ډېرې شي.

د اوبو او انرژي وزارت تر ځمکې لاندې د اوبو مسوول عزیزالرحمن عزیزي وايي: «د قرغې بند اوبو حجم شاوخوا نهه مېلیونه مټرمکعبه دی، زموږ همکارانو اټکل کړی و چې اوس نږدې درې مېلیون مټرمکعب اوبه پاتې دي.»

د قرغې بند سره له دې چې، یو تفریح ځای دی، د ښار په زرغونتیا او د چاپیریال د اوبو د تغذیې په برخه کې هم مهمه ونډه لري. په بادام باغ او باغ بالا کې جوړ شوي فارمونه هم د همدې بند له اوبو خړوبېږي.

د یاد بند مسولین زیاتوي، د وروستیو وچکالیو له امله د دې بند د اوبو کچه ټیټه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه