Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ذبیح‌الله مجاهد: په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید کوونکی ونیول شو

د اسلامي امارت ویاند وايي، د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو له لوري هغه کس ونیول شو چې د تېرې جمعې په ورځ یې په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې کړې وې.

ذبیح‌الله مجاهد په‌دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي، دا کس د "یوه بهرني هېواد تبعه او د داعش ډلې" غړی دی او په خبره یې په څېړنو کې جوته شوې چې دا بريد د "داعشيانو" له لوري تنظیم شوی و.

د اسلامي امارت ویاند نه‌دي ویلي چې نیول شوی کس د کوم هېواد وګړی دی.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي: «د بريد تر شا ځینې خارجي شومې کړۍ لاس لري او هدف یې د دوو وروڼو هېوادونو (افغانستان او پاکستان) تر منځ د بې‌باورۍ رامنځ‌ته کول وو. د دغه برید په اړه نورې څېړنې هم روانې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل، د تېرې جمعې (لېندۍ په ۱۱مه) د کابل په کارته پروان کې له یوې ودانۍ د پاکستان پر سفارت ډزې شوې وې، خو امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته یو شکمن کس نیولی و.

له دې پېښې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وویلي وو، په‌دې برید کې د پاکستان سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني ته زیان نه و رسېدلی، خو د هغه یو ساتونکی په‌کې ټپي شوی و.

که څه هم د دې برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست، خو پرون (یک‌شنبه) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي وویل، اسلام‌اباد په خپلواک ډول له افغان چارواکو سره په مشوره د دې راپور د "کره‌والي" څېړنه کوي.

د دې تر څنګ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتنه وکړه چې په کابل کې د پاکستان وګړو او ډېپلوماټو د امنیت ټینګښت ته پاملرنه وکړي.

خو له دې پېښې وروسته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ټلېفوني خبرو له لارې ښاغلي زرداري ته ډاډ ورکړ چې په کابل کې د پاکستان سفارت او ډېپلوماټانو د امنیت ساتلو ته ځانګړې پاملره کوي.

د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل، د کابل په کارته پروان کې له یوې ودانۍ د پاکستان پر سفارت ډزې کړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه