Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې د دې ولایت د لرغونو اثارو مجازي نندارتون جوړ شو

د اغا خان فرهنګي بنسټ او ګوګل ارټس د هرات د څو لرغونو اثارو مجازي نندارتون جوړ کړی.

دا نندارتون چې هرات په‌کې د (خراسان غمي) په نوم نومول شوی، د دې ولایت د لرغونو او تاریخي اثارو د پېژندنې په موخه جوړ شوی دی.

په دې نندارتون کې د اختیارالدین کلا یا د هرات ارګ او د دغه ولایت لوی جامع جومات د نورو لرغونو سیمو په پرتله زیات نندارې ته وړاندې شول او د اغا خان فرهنګي بنسټ ویلي، دا نندارتون د هرات ښار پر معمارۍ او زینتي هنرونو متمرکز دی.

د اغا خان فرهنګي بنسټ لیکلي: «د دې نندارتون موخه د افغانستان د بډایه فرهنګي میراثونو لا روښانول او په هیواد کې دننه او بهر د افغانستان د راتلونکي نسلونو لپاره د دغو میراثونو د ساتنې د دوام د اړتیا اړوند لا ښه پوهاوی دی.»

په دې مجازي نندارتون کې د هرات ښار دوه زره کلن ښار یاد شوی. په همدې حال، دا مجازي نندارتون د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له هرکلي سره مخ شوی دی.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لرغونو ابداتو د ساتنې مدیر زلمی صفا وايي: «په سیمه‌ییزې، ملي او نړیواله کچه تاریخي ځایونه پېژني، ځکه دا ټول ساتل کېږي. له دې سره هم کورنیو او هم بهرنیو لېدونکي ته ښه پېژندل کېدای شي.»

د یو شمیر فرهنګپالانو په باور، دا مجازي نندارتون د هرات د تاریخي آبداتو پيژندنې او د یونسکو سازمان د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې د ثبت لپاره زمینه برابروي.

کلتوري کارپوه محمد صدیق میر زیاتوي: «فکر کوم دا یو ډېر ښه او غېزناک ګام دی. له دې سره کولای شي د هرات او تاریخي هرات ابدات د یونېسکو په عملي-کلتوري سازمان کې ثبت شي.»

هرات د هېواد له لرغونو ولایتونو څخه دی چې د ۸۰۰ په شاوخوا کې تاریخي آبدات لري. تراوسه له ۲۰۰ ډیر دا تاریخي آبدات په ملي نوملړ کې ثبت شوي او نور لرغوني ځایونه لا بې برخلیکه پاتې دي.

د هرات یو شمیر تاریخي ځایونه لکه لوی جامع جومات، نړیوال شهرت لري خو تراوسه د یونسکو سازمان د نړیوالو میراثونو په نوم‌لړ کې نه‌دي ثبت شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه