Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په اندونیزیا کې د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو په ملاتړ نړیواله غونډه

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د «افغان نجونو او ښځو د ښوونې او روزنې» لپاره د نړیوال ملاتړ په غونډه کې د ګډون په موخه اندونیزیا ته تللې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، دا غونډه به د اندونیزیا او قطر له‌خوا په اندونیزیا کې په ګډه جوړه شي.

د دې خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي: «د افغان ښځو او نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري به د ډسمبر له ۵مې تر۱۶مې اندونیزیا او سوېس ته سفر وکړي. مېرمن امیري به د افغان نجونو د زده کړو په نړیوال کنفرانس کې چې زده کړو ته د افغان نجونو او ښځو د لاسرسي د ملاتړ په موخه د اندونیزیا او قطر په ګډ کوربتوب جوړېږي، ګډون وکړي.»

ورته مهال د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي په‌دې اړه وايي: «زموږ په هېواد کې بشري حقونه تامین شوي، په اسلامي چوکاټ کې د هېواد ټولو وګړو حقونه ورکول کېږي.»

له دې سره سم، بل خوا، یو شمېر زده کوونکې له سرپرست حکومته غواړي، چې د زده کړو زمینه ورته برابره کړي.

زده کوونکې فهمیه زیاتوي: «له نړیوالې ټولنې او اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې ښوونځيو یا زده‌کړو ته د پخوا په څېر دوام ورکړو، څو خپلو درسونو ته دوام ورکړو. که موږ زده‌کړه و نه‌کړو او ښوونځي ته لاړې نه‌شو، د ټولنې نیمه برخه به نالوستې پاتې شي.»

د سیاسي چارو کارپوه ډیوه پتنګ وايي: «ښځو ته باید اسانتیاوې برابرې شي، څو د پرمختګ او ودې په ډګر کې برخه واخلي او د دوی غږ ته درناوی وشي او له استعداد یې کار واخیستل شي.»

تمه ده مېرمن امیري به سویس او ترکیې ته هم سفر وکړي او هلته به د ملګرو ملتونو او افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو له استازو او د مدنې ټولنې له  فعالانو سره د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وکړي.

د څه باندې ۱۵ میاشتو په تېرېدو سره، لا هم د نجونو پرمخ ښوونځي نه‌دي پرانېستل شوي او ډېری ښځینه زده‌کوونکو د لاسي صنایعو په څېر کارونو ته مخه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه