Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل او څو ولایتونو کې له ښوونځي د فارغېدو په ازموینه کې د نجونو ګډون

ځينو نجونو نن (چهارشنبې د لیندۍ په ۱۷مه) په کابل او څو ولایتونو کې له ښوونځيو د فارغېدو په ازموینه کې ګډون وکړ.

ځينې دغه نجونې وايي چې په دغې ازموینه کې له ګډونه خوښې دي؛ خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو نا څرګنده برخلیک دوی اندېښمنې کړې دي.

زده کوونکې تمکین وايي:«زموږ لپاره یو مثبت ګام دی چې ښوونځي زموږ پر مخ پرانیستل شول، د یوې ورځې لپاره که هم وي موږ کولای شو چې خپلې ازموینې ورکړو که چېرې پرتله يي ووایم، تېر کلونه چې وو موږ خپلې ازموینې جلا جلا ورکولې، کولای مو شوای چې سم درس ووایوو.» 

بله زده کوونکې رخسار هم څرګندوي:«د دغې اوونۍ په پيل کې خبر شوو چې د چهارشنبې په ورځ په ښوونځیو کې ازموینه اخلي او موږ د تېرو کلونو پرتله ډېر چمتووالی نه لرو.»

په ښوونځيو کې بیاځلې حضور حتا د یوې ورځې لپاره هم د ځينو نجونو لپاره خوشحاله کوونکی دی، بهار چې نور یې ښوونځي ته د تګ هیله نه لرله، له دې چې ناڅاپي ورته ویل شوي، ښوونځي ته ولاړه شي، حیرانه شوې ده.
 
بهار طلوع نیوز ته وايي:«موږ هېڅ خبر نه درلود، په هېڅ نه پوهېږېدو. زه نن خبره شوم چې د دولسم ټولګي ازموینې دي.»

د زده کوونکو کورنۍ وايي چې لوڼو یې د ازموینې د ورکړې لپاره بشپړ چمتووالی نه درلود.

د یوه زده کوونکې د کورنۍ غړی داوود څرګندوي:«ټولګي ته ولاړنه، درس یې ونه لوست، کتاب ورته ونه وېشل شو؛ نن یا دوه ورځې مخکې یې اعلان وکړ چې په درې ساعتونو کې ورڅخه ازموینه اخیستل کېږي.»

د یوې زده کوونکې مور وویل:«باید اعلان یې کړی وای چې زموږ او د خلکو بچیانو درسونه لوستي وای، په دې وضعیت کې ډېره کړېدونکې ده، زحمت دی او ستونزې دي.»

د پوهنتون یو شمېر استادان هم د نجونو د ارتقا بهیر مناسبه کړنلاره نه بولي، دوی د ښوونځيو پرانیستل او حضوري درسونه لومړیتوب ګڼي.
 
د پوهنتون استاد عبدالناصر شفق وايي:«کله چې زده کوونکي درسي بهیر نه وي تېر کړی او درس یې نه وي لوستی، له هغوی د ازموینې اخیستل یو نمایشي کرکتر دی.»

اسلامي امارت ټينګار کړی دی، چې د نجونو زده کړو ته ژمن دی او د اسلامي شرایطو په برابرېدو سره به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه