Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د پانګونې لپاره د ترکانو چمتووالی

د کور او ښار جوړونې وزارت وايي چې په نږدې راتلوونکي کې یو ډېر شمېر ترکي پانګوال به په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست حمدالله نعماني وايي، چې له ځينو ترکي پانګوالو سره چې د پانګونې د فرصتونو د څېړنې لپاره افغانستان ته راغلي وو، د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د پانګونې په هکله خبرې اترې کړې دي.

ښاغلی نعماني وايي:«د دوی زياته توجه د صنعت او زراعت خواته وه. مثلاً د فاريکو د جوړولو په برخه کې. د مخابراتي او ټيلي کمونیکیشن په برخه کې یو شرکت حاضر وو او ويل يې چې مونږ په دې برخه کې کافي کار کولای شو او موافق يو چې کار وکړو. خو پلان لیدل غواړي، ورځې ورته پکار دی او وخت ورته پکار دی.»

د دغو ترکي پانګوالو يو استازی له طلوع نيوز سره په خبرو کې وايي، چې په افغانستان کې د پانګونې زيات فرصتونه شته او دا راغلي ترکي پانګوال به په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه و ارزوي.

د ترکيې د حق سیاد ټولنې عمومي مشر فکری کاراویل څرګندوي:«کله چې مو د ښار جوړونې له وزیر سره وکتل، د نوي کابل ښارګوټي په اړه مو خبرې وکړې او له هغوی څخه مو معلومات ترلاسه کړل. له هغه وروسته نن د نوي کابل ښارګوټي لیدو ته ولاړو. موږ د نوي کابل ښارګوټي نقشه ترلاسه کړه او اوس موږ د دې په اړه د راغلو ترکي پانګوالو سره خبرې کوو.»

بل لوري ته د صنعت او تجارت وزارت وايي چې په افغانستان کې د بهرنيانو لپاه يې د پانګونې په برخه کې بېلابېل سهولتونه رامنځته کړي دي.

هغه زياتوي، چې اوسمهال د داخلي پانګوالو تر څنګ، زيات شمېر بهرنیان هم په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.

د صنعت او تجارت وزارت سرپرست نورالدين عزيزي وویل:«ترکان له موږ سره په تماس کې دي، غواړي چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي، چینایان ډېر په تماس کې دي، ځينې روسي دوستان هم لرو، ځينې قزاقي دوستان هم دي همدارنګه له ایرانه هم هڅه کوي چې دلته سترې پانګونې وکړي.»

خو کارپوهان په دې باور دي، چې په افغانستان کې د بهرنيو پانګوالو د پانګونې له پیل سره زيات شمېر افغانانو ته په کور دنننه د کار زمينه برابره شي.
 
د صنعت او تجارت وزارت وايي چې په افغانستان کې د بهرنيانو لپاه يې د پانګونې په برخه کې بېلابېل سهولتونه رامنځته کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه