Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي یعقوب وېسټ ته: د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته دې درناوی وشي

د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې، ټينګار کړی دی چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته دې درناوی وشي.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي چې ښاغلي مجاهد ټوماس وېسټ ته ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

ښاغلي خوارزمي وویل:«د دفاع وزارت سرپرست د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ سره هم لیدلي دي او د افغانستان اړوندو مسایلو په هلکه یې خبرې کړې دي.»

تر دې مخکې د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د متحده عربي اماراتو د دولت له مرستیال او د ډوبۍ له حاکم محمد بن راشد آل مکتوم سره هم د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په تړاو خبرې کړې دي.

له دې سره هم مهاله د سیاسي چارو ځينې شنوونکي پر دې باور دي چې، د ملي دفاع وزارت سرپرست کولای شي د هېواد ځينو ستونزو ته حل لارې ومومي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي په دې هکله وايي:«ابوظبۍ او دوبۍ ته د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست سفر د افغانستان د نورو سیاسي مشرانو له حضور سره ارتباط نه لري، خو له ټام وېسټ سره د دفاع وزارت د سرپرست لیدل ډېر مهم دي.»

د سیاسي چارو شنوونکي عبدالجمیل شیراني هم وویل:«د هغه حکومت استازي چې اوس په افغانستان کې حاکم دی، له امریکا او نړۍ سره د خبرو او ډيالوګ له لارې وکړای شي چې خپلې ستونزې حل کړي او د افغانستان د رسمیت پېژندلو لپاره به یو ښه ګام وي او یوه ښه لاسته راوړونه به وي.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ هم متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر پر مهال له یو شمېر افغان سوداګرو سره د سوداګریزو ستونزو د حل او په هېواد کې پر بانکوالۍ د محدودیتونو د لرې کولو په تړاو هم خبرې کړې دي.

متحده عربي اماراتو کې د مېشتو سوداګرو شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخېل څرګندوي:«موږ له هغه وغوښتل هغه بندیزونه چې په بانکونو دي د مرکزي بانک په ګډون، د دغې ستونزې لپاره یوه حل لار پيدا شي چې دغه بندیزونه لرې کړل شي.»

مولوي محمد یعقوب مجاهد اماراتو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د متحده عربي امارتو د دولت له رییس سره د ابو ظبي او کابل تر منځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د کډوالو د ستونزو د حل په تړاو خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه