Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۲۰۲۲ کال د ۱۰۰ الهام بښوونکو مېرمنو نوملړ کې د درې افغان مېرمنو حضور

بي بي سي د ۲۰۲۲ کال د ۱۰۰ الهام بښوونکو او اغېز لرونکو مېرمنو نوملړ اعلان کړ، چې په هغه کې د درې افغانو مېرمنو نومونه هم راغلي دي.

فاطمه امیري، زهرا جویا او تمنا زریاب پریاني هغه افغان مېرمنې دي چې نومونه یې په دغه نوملړ کې راغلي دي.

د بي بي سي نړۍواله رسنۍ په دې هکله وايي:«فاطمه امیري، زهرا جویا او تمنا زریاب پریاني هغه افغان ښځې دي چې، د ۲۰۲۲ کال د بي، بي، سي د اغېزناکو او الهام بښوونکو په نوملړ کې راغلي دي.»

فاطمه امیري چې، په کابل کې پر کاج روزنیز بنسټ د برید پر مهال په یوه سترګه ړنده شوې وايي، دا چې، د ۲۰۲۲ کال د بي، بي، سي د سلو اغیزناکو ښځو په نوملړ کې راغلې، ډېره خوشحاله ده.
 
زده کوونک[‌فاطمه امیرِي وايي:«له دغې پېښې وروسته ټولې سختۍ او ستونزې مې چې تېرې کړې، لومړی ښه حس را ته پیدا شوی، احساس کوم چې د شهیدانو د هیلو په خاطر وتوانېدم لږ کار وکړم خو دا د کار پيل دی.»

د پوهنتون استاده تفسیر سیاه پوش هم څرګندوي:«دغه درې ښځې چې د بي بي سي په نوملړ کې راغلي دي کولای شي چې د مېلیونونو ښځو غږ چې نن مظلومې دې دي او بندیزونه پرې لګېدلي دي؛ خو څه ښه ده هغه ښځې چې نن دننه په افغانستان کې دي ورته پاملرنه وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې پروسږکال په یاد نوملړ کې د پنځوسو افغان ښځو نومونه راغلي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه