Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ متحده عربي اماراتو ته په خپل سفر کې له ځينو افغان سیاستوالو او سوداګرو سره لیدلي دي.

ښاغلي وېسټ په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې په اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا له رییس حاجي صدرخېل او ځينو نور افغان سوداګرو سره یې لیدلي دي.

د امریکا ځانګړی استازی زیاتوي چې په دغې لیدنه کې، د بانکوالۍ په وړاندې ننګونو ، بیارغونې، هوايي کرښو، او ځينو نورو موردونو په هکله خبرې اترې کړې دي.

د ښاغلي وېسټ په وینا، بانکي معاملات تراوسه هم یوه ننګونه ده، چې په مالي، او د پیسو په سیاستونو او د اسلامي امارت د کارکوونکو له خوا ښه والي ته اړتیا لري.

هغه همدارنګه په یو لړ ټویټونو کې د متحده عربي اماراتو له حکومتي چارواکو سره د لیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د افغانانو د اساسي حقونو له خوندیتوب سره، د ګډو ګټو، اقتصادی ثبات او د بشري مرستو د شدت په هکله خبرې اترې کړې دي.

د امریکا ځانګړي استازي له دې مخکې د دفاع وزارت له سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد سره په دوبۍ کې لیدلي او د بېلابېلو مسایلو لکه د نجونو د زده کړو، د ښځو کار، د اقتصادي او ټولنیز ثبات په هکله خبرې کړې دي.

ښاغلي وېسټ وویل:«متحده عربي امارات د افغانستان د اوږد مهاله سوداګریز مرکزیت په برخه کې مهمه او فعاله ونډه لري.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه