Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کي بې سرپرسته مېرمنې د کاري زمینو د برابرولو غوښتنه کوي

هلمند کې یو شمېر بې سرپرسته مېرمنې له سرپرست حکومته غواړي چې ورته کاري فرصتونه او موکې برابرې کړي.

دوی وایي، د وروستیو جګړو پر مهال یې د خپلو کورنیو سرپرستان له لاسه ورکړي او دا مهال ګڼو ستونزو سره مخ دي.

زرغونه، چې د اوو اولادونه مور ده او خاوند یې د تېرو جګړو پرمهال وژل شوې وایي، د ټولې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري او له حکومته د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوي.

نوموړي وايي:«زه غواړم چې ما ته یو کار او ژوند یو شی پیدا شي، چې له بې وزلۍ ووځم او په کار بوخته شم.»

یو شمېر هلمندۍ مېرمني وايي، که ورته د کار کولو زمینه برابره شي، د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه به پوره او د نورو له لاسنیوي به خلاصې شي.

د هلمند اوسېدونکې حمیده څرګندوي:«که یو شی زما زده نه وي، هغه زده کړم او د هغه له لارې، زه کولای شم پرمختګ وکړم یعنې خپل اقتصاد پیاوړی کړم او کورنۍ به هم له ما سره هوسا یي.»

د هلمند بله اوسېدونکې رابعه هم وايي:«موږ ته که د خیاطۍ ماشینونه راکوئ، که د چرګانو فارم جوړ وئ چې موږ خپل بچیان پرې وساتو.»

بل خوا بیا د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، هڅه کوي چې ځينو بې سرپرسته مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وویل:«د بې سرپرسته خلکو لپاره که ښځینه دي او که نارینه دي، د هغوی لپاره باید کاري فرصتونه او کاري زمینه برابره شي، لکه څرنګه چې څو ورځې وړاندې په ځينو ولسوالیو کې د ځينو ښځینه وو لپاره کاري فرصتونه رامنځه شوي لکه د چرګانو فارمونه، د خیاطۍ ماشینونه او داسې نور زمینه سازي ورته شوې ده.»

وروستیو کلونو کې هلمند کې ځينو بې سرپرسته مېرمنو د لاسي توکو په مرسته د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کول، خو د وروستیو تحولاتو په راتلو سره د دوی د لاسي توکو بازار هم لوېدلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه