Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حد جاري کېدو په وړاندې د نړۍوالو نیوکو ته د اسلامي امارت غبرګون

په فراه کې د قصاص حد د عملي کېدو په اړه د غبرګونونو له زیاتوالي وروسته، اسلامي امارت وایي، چې قصاص یو الهي امر دی او هېڅ لوري باید اندېښنه ونه کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي چې په فراه ولایت کې قصاص له ډېرو پلټنو وروسته ترسره شوی او نړۍواله ټولنه باید اسلامي احکامو ته درناوی وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله وايي:«هغه قصاص چې تېره ورځ ترسره شوی، له ډېرو څېړنو وروسته او تحقیقاتو وروسته شوی چې په بشپړه توګه د اسلامي موازینو سره برابر و، او په دې برخه کې باید هېڅ لوری اندېښنه ونه لري او درونای وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په فراه کې د قصاص له عملي کېدو وروسته یو شمېر بنسټونو او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو یې په اړه غبرګون ښودلی او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو، امریکا، فرانسې، ایټالیا، ناروې، یوناما او د بښنې نړۍوالو سازمان په ګډون یو شمېر هېوادونو او بنسټونو په فراه کې د قصاص د حکم د پلي کېدو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په خپله ټویټر پاڼه د قصاص بهیر د درېدو غوښتنه کړې ده:«ملګري ملتونه په هر حالت کې د مرګ له سزا سره په کلکه مخالف دی او له واکمنو چارواکو غواړي چې د اعدام سزا لغوه او فوراً يې ودروي.»

د سیاسي چارو شنوونکی عزير احمد معارج څرګندوي:«د حدودو جاري کول او پلي کول یو شرعي حکم دی او د هغه اجرا کول حتمي دي په هغه صورت کې چې شرایط مساعد وي.»

له دې سره سم، د پروان ځایي مسوولان وايي، په دغه ولایت کې هم د نهو ښځو په ګډون پر ۲۷ کسانو د دُرې شرعي حدود پلي شوي دي.

د پروان والي زیاتوي، دغه کسان د لواطت، جعل کارۍ، فرېب، له کوره د تېښتې او نامشروع اړیکو په جرمونو مجازات شوي دي.

د پروان والي عبیدالله امین زاده وايي:«د دوی ځينې په فحشا اخته وو، له کوره تېښتې، یا نامشروع اړیکو او ځينو کسانو غلاوې کړې وې، چې پرې حد جاري شوی دی.»

په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د چهارشنبې په ورځ په فراه کې د قصاص حکم جاري شو او قاتل د مقتول د پلار له لوري په درېیو ډزو سره ووژل شو.

په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د چهارشنبې په ورځ په فراه کې د قصاص حکم جاري شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه