Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ستانکزی: د افغانستان د ستونزو د حل لپاره کار باید اهل کار ته وسپارل شي

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، چې د افغانستان د ستونزو د له منځه وړلو لپاره باید کار اهل کار ته وسپارل شي.

ښاغلی ستانکزی د کابل د نوي والي د معرفۍ په مراسمو کې له اسلامي امارته غواړي چې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د خلکو د اقتصادي ستونزو حل ته دې پاملرنه وکړي.

شېر محمد عباس ستانکزی وايي، د هېواد د اوسنیو ستونزو د حل لپاره باید کار اهل کار ته وسپارل شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي:«خودپرستیو، خود غرضیو، انډيوالیو، ملګریتوب څخه باید لاس واخلو، هر فرد د افغان، هغه زما ورور دی، هغه زما ملګری دی، زه ورباندې اعتماد کوم چې په هر ځای کې مقرره شي. دا نه دی چې دا زما ملګری دی دا به دلته وي، هغه بل زما ملګری نه دی هغه دې دلته نه وي.»

ښاغلی ستانکزی همدارنګه پر دې باور دی چې، هر افغان د هېواد په سیاسي، اقتصادي او نورو چارو کې د ګډون حق لري.

د نوموړي په وینا، زده کړې د خلکو حق دی او باید ټولو هېوادوالو ته په مساوي توګه د زده کړو زمینه برابره شي.

ښاغلی ستانکزی څرګندوي:«یو د خلکو له حقوقو نه چې د نرو او ښځو هغه پر موږ باندې لازم دی او د دوی امانت دی چې ور وې رسوو، هغه د علم دروازې دي چې باید د دوی پر مخ خلاص شي. د عالم او جاهل فرق په قران کې په څو څو ځایونو کې راغلی دی، په ړانده او په بینا، په شنوا او په ناشنوا، رقم رقم شرطو باندې راغی دی، دا د عالم او جاهل ترمنځ فرق دی.»

بلخوا د کابل نوی والي په دې غونډه کې ډاډ ورکوي چې، د کابل مېشتو ستونزو ته به رسېدنه وکړي.

د کابل نوی والي محمد قاسم خالد وايي:«د ملت د وحدت او اتفاق کوښښ به کوو،  تبعیض به نه کوو د قوم په نامه، د سمت په نامه به تبعیض نه کوو.»

د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري هم وویل:«داسې یو خدمت پر موږ باندې کېده، موږ د هغه قابل او لایق وو، چې موږ د ولایتي مشرانو د ولایتي ادارې سره همکاري کولای شوی، موږ به ان شاالله هغې ته لبیک وايوو.»

له شپاړسو میاشتو راهیسې دا درېیم ځل دی چې، د کابل والي بدلېږي. شاوخوا یوه میاشت مخکې محمد عیسی یاسین د کابل د والي په توګه ټاکل شوی و؛ خو د پنجشنبې په ورځ بیا محمد قاسم خالد د هغه ځای ناستی اعلان شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه