Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زرداري د اندونیزیا په غونډه کې افغانستان کې د ښځو پر زده کړو ټينګار وکړ

په افغانستان کې د نجونو له زده کړو د ملاتړ لپاره دوه ورځنۍ نړۍواله غونډه د اندونیزیا او قطر په کوربتوب د څه باندې دېرشو هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې په افغانستان کې نجونو ته د زده کړو د زمینې د برابرېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري وویل:«د پاکستان اساسي قانون د نجونو د زده کړو حق په رسمیت پېژني او زده کړې د هر پاکستاني حق ګڼي. همداراز پاکستان د افغان ولس د سوکالۍ لپاره له هر ډول هڅو ملاتړ کوي.»

بلاول بوټو همداراز افغان نجونو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې په تړاو هم څرګندونې وکړې.

ښاغلي زرداري څرګنده کړه:«»

"موږ اعلان کوو چې، افغان زده کړیالانو ته د علامه اقبال لاهوري ۴۵۰۰ بشپړې ملاتړیزې بورسیې ورکوو. په دې کې به ۱۵۰۰ بورسونه د افغان ښځو لپاره وي."

له دې سره سم، یونېسف هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې، دغه بنسټ به په ۲۰۲۳ کال کې زده کړو ته لاسرسی لاپسې پراخ کړي او په ترڅ کې به یې ۶۰۰ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

دیني عالم اسلام الله مسلم وویل:«اسلامي امارت باید پر ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو هر ډول بندیز لرې کړي چې په هېواد کې نرینه وو او ښځينه وو ته د زده کړو زمینه برابره شي.»

د ښځو د حقونو فعاله ثریا پیکان هم وايي:«د افغانستان ښځې دي چې له لومړني بشري او اسلامي حقه محرومې دي دا حق عبارت دی، د درس، تعلیم، کار او سیاسي حقوقو نه یې. »

بلخوا اسلامي امارت بیا په دې تړاو بل لیدلوری لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«زموږ د هېواد ټول مسایل د اسلامي چوکاټ په اصولو کې مخته وړل کېږي او تامین کېږي او بیا هم هڅې دوام لري که چېرې نمیګړتیا شتون ولري هغې ته به رسېدنه وشي.»

شاوخوا ۴۴۵ ورځې کېږي چې، له شپږم ټولګي پورته د زده کوونکو نجونو ښوونځي تړلي دي او اسلامي امارت هم ویلي چې، لا تر اوسه هم د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانیستنې طرحه وروستۍ شوې نه ده.

همزمان با این، صندوق حمایت از کودکان سازمان ملل متحد می‌گوید که این نهاد فرصت‌های آموزشی را در افغانستان در سال ۲۰۲۳ توسعه می‌دهد.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه