د کابل ښاروالۍ وايي، چې د کابل ښار ټولې څلور لارې په بېلابېلو ډولونو سینګار وي او تراوسه یې د کابل ۲۰ څلور لارې په بېلابېلو ډولونو سیګار او ښکلې کړې دي.
د کابل د دهن باغ زنانه څلور لارې، یوه له هغو ۲۰ څلور لارو څخه ده چې د ځمکې د کرې په جوړولو سره سینګار شوې ده. د پلازمېنې په دغې برخه کې د ځمکې د دغې کرې قطر اته متره دی.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي:«موږ له ۱۸۱ پروژو چې اعلان کړې وئ په مشخصه توګه څه باندې ۶۵ سلنه یې چې کابو ۱۰۵ پروژې کېږي؛ د سړک جوړونې پروژه وه، او د سړکونو د جوړولو دغه پروژې چې اوس موږ او تاسې خبرې کوو په بېلابېلو ځاونو په بېلابېلو پړاونو کې دي.»
د کندهار اوسېدونکي جاوېد احمد چې کابل ته راغلی دی وویل:«له کندهاره راغلی یم د کابل ښاروالۍ دا ډول څلور لارې جوړې کړې دي، ښکلي ځایونه یې جوړ کړي دي.»
کابل ښاروالي وايي، د پلازمېنې د څلور لارو له تزیینولو سربېره هڅې کوي چې، د بیروبار د مخینوي لپاره هم حل لارې ولټوي.
د کابل ښاروالۍ د استازي په وینا، دم ګړۍ دغه بنسټ په کابل ښار کې د سړکونو د جوړولو څه باندې ۱۰۰ پروژې تر لاس لاندې لري.
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي بیا د کابل ښاروالۍ دغه ډول هڅې ستايي.
د کابل اوسېدونکی ذکرالله په دې هکله وویل:«وګورئ د یوې څلور لارې لپاره څومره خلک راځي او عکس اخلي، راغونډېږي خوشحاله کېږي هرڅومره چې هېواد اباد وي ارام وي خلک خوشحاله دي.»
د کابل بل اوسېدونکی عبدالله هم څرګندوي:«د څلور لارو او سړکونو د جوړولو په دوام، زموږ لپاره دې پارکونه او زرغون ځایونه جوړ کړي چې موږ د سپورټ (کرېټ او فوټبال) لپاره ترې استفاده وکړو او موږ د درس او مطالعې لپاره سرسبزۍ ته اړتیا لرو.»
د کابل ښاروالۍ مسوولان وايي، د ۱۴۰۲ هجري- لمریز کال د پروګرامونو د طرحه کولو په تړاو کار پیل شوی دی.
په دې اړه مو اندونه