Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د فعالېدو احتمال

له اداري فساد سره د مبارزې له نړۍوالۍ ورځې سره هم مهاله، اسلامي امارت وايي چې راتلوونکي کې به له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون فعال کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون فعالیتونه د اقتصادي ننګونو له امله ځنډول شوي دي.

که څه هم د اسلامي امارت ویاند ټینګار کوي چې د سرپرست حکومت بنسټونه له اداري فساده پاک شوي دي.

ښاغلي مجاهد وویل:«که چېرې اړتیا شوه، هغه بنسټ شته، تشکیل یې شته، یوازې ځنډېدلی او د هغه لامل هم مالي او اقتصادي کمزورتیا ده، هر وخت چې اړتیا ولیدل شي بېرته به فعال شي، که چېرې یوازې د فساد د مخنیوي مطلب وي، اوس په ادارو کې فساد نشته.»

تېر حکومت کې د ښې حکومتوالۍ او له اداري فساد سره د مبارزې کارپوه میوند روحاني په دې هکله وايي:«له فساد سره د مبارزې بنسټ په یوې اداره کې د حکومت پر یوه بنسټ د څارونکي په توګه اړین دی موږ وینوو چې په ځينو هېوادونو کې د فساد کچه ډېره ټيټه ده او علت یې هم دا دی چې له فساد سره د مبارزې ادارې لري.»

ورته مهال د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې، د تېر نظام پر تله د اوسني حکومت په ادارو کې اداري او مالي فساد کم شوی؛ خو په وینا یې دغه ستونزه لا تر اوسه هم په بشپړه توګه نه ده حل شوې.

د کابل اوسېدونکي احمد ضیا وویل:«په اوسني حکومت کې د فساد کچه ټیټه شوې، خو صفر ته نه ده رسېدلې.»

د کابل بل اوسېدونکی بخت منیر هم وايي:«ځينې دولتي ادارې تر یوې کچې ښې دي بیا هم د خلکو ځينې ستونزې تر یوه ځایه حل کېږي.»

بلخوا د حقوقي چارو ځینې شنوونکي بیا په حکومت کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د خپلواکو بنسټونو موجودیت مهم ګڼي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی څرګندوي:«هر وخت چې په یوه هېواد کې جګړه، سیاسي او اقتصادي کړکېچونه پای ته ورسېږي هغه وخت دی چې یو هېواد کولای شي په خپلو پښو ودرېږي او پلېتې ښکارندې له هېواده کمې شي.»

تر دې مخکې په کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو په لوی ریاست، سترې محکمې او لویې څارنوالۍ کې د فساد پر وړاندې د مبارزې اړوند پنځه بنسټونه منحل شوي دي.

د روڼتیا د نړۍوال سازمان د ارزونو له مخې، افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې لا هم د نړۍ په کچه د اوو فاسدو هېوادونو په منځ کې دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه